له نن څخه څلور شپیته کاله وړاندې، یعنی د ۱۹۵۸م کال د اګست په ۱۷ تاریخ د همیشه بهار ننګرهار د چپرهار ولسوالۍ د دولتزيو په کلي کې یو ګلالې ماشوم وزیږید. ارواښاد پلار یې، استاد محمد طالب ورباندې د لطیف خالق د لطف په پار د عبداللطیف نوم کیښود. هیڅوک نه پوهیدل چې د حاجي ملا جان لمسى، د عبدالسميع کړوسى او د مومند آخوند زاده همدا کودى به یوه ورځ د دغې عالمې کورنۍ د ویاړونو لامل ګرځي او خپلې ژبې او ټولنې ته به د لسګونو کتابونو او سلګونو څیړنیزو مقالو سوغاتونه وړاندې کوي. نيکونه او مشران یې چې د اسلامي علومو نومیالي پوهان وو، پخپلې سيمې او ولس کې د ډیر درناوي او ارادت څخه برخمند وو. پلار یې د افغانستان د عدلي محاکمو په بيلا بیلو برخو کې د پنځو لسیزو لپاره دنده درلودله چې په پوره امانت، مسلکیتوب او ديندارۍ سره یې سرته رسولې ده. همدارنګه ارواښاد يوه موده د کابل په عربي دارالعلوم کې د تجويد او عربي ژبې استاد هم وو.
لومړنۍ او ثانوي زده کړې:
ښاغلی یاد د څلورو کلونو وو چې پلار یې ورته د قران کريم زده کړه پيل کړه. سربېره پردې چې د پښتو ژبې د کتابونو سره آشنا شو، د رحمان بابا ديوان به تل د دوئ په کور کې د تبرک په توګه ساتل کېده. د کوچنيوالي راهیسې، د علم او مطالعې سره یې مينه درلودله او د پښتو او پارسي ژبې د شاعرانو او ليکوالانو کتابونه او شعري ديوانونه به یې لوستل؛ البته تاريخي موضوعاتو ته یې ځانګړې تلوسه او شوق درلود. څرنګه چې پلار یې د افغانستان په ګڼ شمیر ولايتونو کې رسمي دنده اجراء کوله، نو خپلې لومړنۍ زده کړې یې په لاندینيو ښونځيو او ليسو کې سرته رسولې دي.
١- د هرات ولايت د سيفي هروي په لومړني ښوونځي کې.
٢- د ننګرهار ولايت د خوږياڼيو ولسوالۍ د ملکيار هوتک ليسه کې.
٣- د ننګرهار ولايت د سره رود د ميا فقيرالله جلال آبادي ليسه کې.
٤- د جلال آباد ښار د حضرت مياعمر څمکني ښوونځي کې.۵
۵- د کابل د رحمان بابا په ليسه کې.۶
۶- د لغمان ولايت د روښان په ليسه کې.
لوړې زده کړې:
دې تکړه لیکوال او تاریخپوه خپلې لوړې زده کړې د هندوستان په لاندینيو پوهنتونونو کې بشپړې کړې دي:
١- لیسانس (BA) یې په ټولنیزو علومو کې د هند د پنجاب پوهنتون د چنديګړ د ګورنمنټ کالج څخه اخيستې دی.
٢- ماستري (MA) یې په تاريخ کې د ډهلي پوهنتون د ډاکټر ذاکر حسين د کالج څخه اخيستې ده.
٣- بله ماستري یې په فلسفې کې (MPhil) د هندوستان د ډهلي پوهنتون څخه اخيستې ده.
۴- ډکټورا (PHD) یې د تاريخ په څانګه کې د ډهلي د پوهنتون څخه ترلاسه کړې او د ډکټورا تيزس (علمي لیکنه) یې د شير شاه سوري د ريفورمونو او اصلاحاتو په اړه ده.
دندې:
١- په ۱۳۵۸ لمریز کال کې د افغانستان د علومو اکاډمۍ د پښتو څيړنو د نړيوال مرکز د ريسرچ د څانګې غړیتوب وو؛ په دغه موده کې یې ډير پښتو کتابونه ليکلي، ژباړلي او ايډيټ کړي دي. ۲- د يوې لنډې مودې لپاره، د هند د جواهر لال نهرو پوهنتون کې د پښتو په ډيپارټمنټ کې د پښتو ژبې تدريس او استاذي.
د ژبو سره اشنايې:
١- پښتو یې مورنۍ ژبه ده چې ډيرې ليکنې یې پرې کړي او دغه لړۍ اوس هم روانه ده.
٢- په دري/ فارسي ژبې په بشپړ ډول پوهيږي او ليکنې هم پرې کوي.
٣- په اردو ژبې روانې خبرې کوي، لولي یې او ليکنې هم ورباندې کوي.
٤ – انګريزي؛ ټول لوړ تحصیلات یې په همدې ژبه کې کړي، پوره برلاسې او حاکم دی. همداراز په هندي، عربي او روسي ژبو دومره پوهيږي چې خپلې ستونزې ورباندې حل کولای شي.
په پښتو ژبې کې چاپ شوي کتابونه او مقالې:
١- پښتنې قبيلې: دا کتاب د لرو او برو پښتنو د قبيلو او د دوئ د نسب شجره یوه پراخه څيړنه ده. په لومړي ځل کابل کې د اريانا مطبعې له خوا په ۱۳۷۹ لمریز کال کې چاپ شو، بیا کويټې او ورپسې پيښور کې د دانش خپرندوئ ټولنې خپور کړ. څه موده وروسته یې په دې هر اړخیز تحقیقي کتاب بیا کتنه وکړه او ډيرې برخې يې د کتابتون سایټ په فيسبوک، خيبر ډاټ اورگ سايټ، د بينوا ویبپاڼې او د ويکيپيډيا له خوا آنلاین شوې.
٢- خوشحال خان خټک: دا په اصل کې د ارواښاد، دوست محمد خان کامل مومند له خوا په اردو ژبې ليکل شوى وو، بیا ده پښتو ته وژباړه. په کابل کې د اريانا مطبعې او پيښور کې د دانش خپرندوئ ټولنې له خوا په ٢٠٠٦م کال کې چاپ شوى دی.
٣- داودي تاريخ: نوموړی کتاب په هند کې د لودي او سوري او د بنګال د سيمې د کرلاڼي پښتنو واکمنانو تاريخ دى کوم چې له انګريزي څخه یې پښتو ته ژباړلى دی؛ اريانا او بیا دانش خپرندويئ ټولنې په ٢٠٠٧ زيږديز کال کې چاپ کړ.
٤- حيات افغاني: دا کتاب ١۵۰ کاله وړاندې د انګريزانو د وخت پښتون مؤرخ، محمد حيات خان چې د بنو په سيمه کې د دوئ له خوا ډپټي کمشنر وو، له شهید فرهاد ظریفي سره په ګډه د پښتنو تاریخ په اردو ژبې ليکلی دی. ډاکټر یاد هغه له اردو ژبې نه پښتو ته ژباړلى، اريانا او دانش خپرندويه ټولنې په ٢٠٠٧ زيږديز کال کې چاپ کړیدى.
٥- په هند کې پښتني رياستونه او نوابان: که څه هم د دې څيړنې يوه برخه په هندوستان کې د افغانستان د سفارت په اووه نيزې «ميزان» کې چاپ شویده؛ خو اوس غواړي چې هغه د يو جلا کتاب په توګه چاپ کړي.
ډاکټر لطیف یاد په هندوستان کې د ۱۷ کتابتونونو خطي نسخې چې په عربي او فارسي ژبو لیکل شوې وې؛ فهرستونه یې ترتیب او تنظیم کړي او ټول يې په ډهلي کې د « نور مايکرو فلم مرکز » له خوا چاپ شوي دي. نومونه یې په دې ډول دي: په ډهلي کې د انجمن ترقي اردو کتابتون، د ډهلي دهرديال کتابتون، د هند د جامعه مليه پوهنتون د ډاکټر ذاکر حسين کتابتون، د عليګړ پوهنتون د مولانا ازاد کتابتون. د ډهلي د پوهنتون کتابتون، د ډهلي د جامعه همدرد پوهنتون کتابتون، د حکيم سيد ظل الرحمن کتابتون، د ګجرات د درګاه عاليه چشتيه - احمد آباد کتابتون، د هند د ګجرات د درګاه عاليه مهدويه - پالنپور کتابتون.
د ډهلي د ايوان غالب کتابتون، د عليګړ د مزمل الله خان کتابتون، د لکهنو د ناصريه کتابتون، د حضرت پير محمد شاه د درګاه کتابتون، د راجا محمود اباد کتابتون، د هند د پنجاب ايالت د پټيالې ښار عمومي ارشيف، د ډهلي د مظهر جان جانان کتابتون او د ګجرات د احمد آباد ښار د درګاه پير محمد شاه کتابتون د فارسي او عربي خطي نسخو فهرستونه. د پاسنیو سترو ادبي او علمي خدمتونو ترڅنګ، د دې ښاغلي څیړونکي گڼ شمير پښتو او دري مقالې د افغانستان د انيس او هیواد په ورځپاڼو، د زيرې په اووه نيزې، د ژوندون، کابل، جرګې او الفت په مجلو او د هندوستان د قومي آواز په ورځپاڼې، ټونک، قند پارسي مجلې او د ډهلي پوهنتون د فارسي ډيپارټمنت په تحقيقاتي فارسي مجلې کې چاپ شويدي.
نا چاپه کتابونه:
١- حيات حافظ رحمت خان: په هند کې د پښتون نواب، حافظ الملک نواب خان بړيڅ د ژوند او کارنامو په اړوند په اردو ژبه ليکل شوى او ده پښتو ته ژباړلى دى .
٢- شير شاه او د هغه عصر: دا کتاب، کالک آرنجن کننګو ليکلى، ده له اردو نه پښتو ته اړولى چیرته چې د شير شاه سوري اړوند ګټور معلومات په کې راغونډ شويدي .
٣- افسانه شاهان يا تاريخ افغاني: ليکوال يې د مغولي واکمن جهانګير د وخت مؤرخ، محمد کبير دى. د هند د لودي، سوري او د بنګال د کرلاڼي پښتنو په اړوند ګټور معلومات په کې دي. د کتاب اصلي نسخه د لندن په برټش موزيم کې خوندي ده، خو ده د مايکرو فيلم له مخې ژباړلې ده.
٤- تاريخ شاهي يا تاريخ سلاطين افاغنه: ليکوال يې پښتون مؤرخ، احمد ياد ګار نومیږي چې د لودي او سوري پښتنو اړوند په زړه پورې معلومات یې را ټول کړي او پښتو ته یې ژباړلي. همدا کتاب اوس بل چا پښتو ته ژباړلی او د افغانستان د علومو اکاډمۍ له خوا چاپ شوی دی.
٥- شرح احوال و اثار تاريخي علامه عبدالحى حبيبي په دري/ فارسي ژبه.
٦- هندواېزم (هندومت) یو تحقيقي اثر دى چې همدا اوس يې ٦٥ برخې د کابل نات په سايټ کې خپرې شوي او دا لړۍ روانه ده .
٧- د هند د ستر اسلامي شخصیت علامه مولانا علي ميا د کتاب، المرتضى د دوو څپرکو ژباړه.
٨- د ملا نصرالدين ټوکې ټکالې: ده په خپل فيسبوک پاڼې خپرې کړیدي، خو په کتابي بڼې لاچاپ شوى نه دي.
٩- سکهان او د دوئ مذهبي لارښوونکي: دا د سکهانو د لسو ګوروګانو (مذهبي لارښوونکو) تاريخ دى چې له ګورو نانک نه پيل شوى او د ګورو ګوبند سينگ پر حالاتو پاى ته رسيدلى دى.
۱۰- پښتو ویي: د پښتو لغاتونو لړۍ ده، اتیا برخې لري او د فیسبوک په پاڼې کې خپرې شویدي.
۱۱- د هند بیلا بیلو ایالتونو ته یونلیکونه / سفر نامې.
۱۲- کشمیر، د درانیانو د امپراتورۍ په وخت کې. په عین حال کې د ډاکټر یاد په فیسبوک او ویبپاڼه کې خپرې شوې مقالې او څیړنې چې شمیر یې سوونو ته رسیږي.
پر کتابونو سریزې او تفریظونه:
په ډیرو تحقیقي کتابونو او شعري ټولګو باندې سریزې او تقریظونه لیکلي چې د ځینو نومونه په لاندې ډول دي:
۱- (زموږ د هیواد سیمې او څیرې) ښاغلي داد محمد راسا لیکلی دی.
۲- (د ملیار ګلونه) د هیواد د پیژندل شوي شاعر، ښاغلي عبدالحفیظ ملیار شعري ټولګه.
۳- (د بریالي ژوند ۲۶۹ رازونه) د ښاغلي محمد عزیز پردیس لیکنه.
۴- (د پښتنو د شجرو تاریخي ریښه) د ښاغلي زمري محقق تالیف.
۵- (خپل اتلان وپیژنئ!) د کوزې پښتونخوا د لیکوال او څيړونکي، ښاغلي ډاکټر ایاز ایسپزي/ یوسفزي کتاب.
۶- (د مارشال شاه ولي خان یادښتونه) د ښاغلي داود افغان پښتو ژباړه.
۷- (غږیدلې پاڼې) د ښاغلي ساجد احمدزي د غزلونو ټولګه.
۸- (رڼا د قلم) د کوزې پښتونخوا د شاعر او لیکوال، ښاغلي سېماب وزیر کتاب.
۹- (د نړیوالو اړیکو اصول) د ښاغلو عبدالمقیم علیزي او محراب الدین واکمن په ګډه لیکلی کتاب.
۱۰- (د افغان واکمنانو کرونولوژیک تاریخ) د ښاغلي داود افغان تالیف.
۱۱- (صولت شیر شاهي) د شهید فرهاد ظریفي ژباړل شوی کتاب.
۱۲- (اکبر سیال، شاعري او شخصیت) د کوزې پښتونخوا د لیکوال او شاعر، ښاغلي علي اکبر سیال کتاب.
۱۳- (ژوند زده کړه) د ښاغلي حبیب الله حبیب منګل اثر.
۱۴- (د سیاسي افکارو تاریخ) د ښاغلي اسدالله الفت لیکنه.
۱۵- (د ډيورنډ د تپل شوې او کرغیړنې کرښې په هکله) د ښاغلي متقاعد تورن جنرال، دولت وزیري کتاب.
۱۶- (تصوف، روحانیت او کږلیجونه) د ښاغلي ولي الله ملکزي کتاب.
۱۷- د هند د ګجرات د بروډا پوهنتون د مهاراجا سياجي د کالج د عربي او فارسي ژبو استاد ښاغلي ډاکتر وجيه الدين کتاب چې غزليات نا شناخته جلال اسير اصفهاني نوميږي، ايډيټ کړیدي.
بهرنيو هيوادونو ته سفرونه:
ډاکټر لطیف یاد ګڼ شمیر هيوادونو ته د علمي څیړنو، لرغونو آثارو د لیدلو او تفریح لپاره سفرونه کړي چې په هغو کې هندوستان، پاکستان، ازبکستان، تاجکستان، تايلينډ، روسيه، هنګري، پولينډ او سينګاپور شامل دي.
په علمي غونډو او سمينارونو کې ګډون: د افغانستان او هندوستان په لاندینيو سمينارونو او علمي کنفرانسونو کې یې ګډون کړى؛ هلته یې تحقیقي مقالې وړاندې کړی او په مباحثو کې یې خپل نظر څرګند او شریک کړیدی.
١ په کابل کې د خوشحال خان خټک نړيوال سمينار.
٢- په کابل کې د زرغونې ياد سمينار.
٣- په کابل کې د راحت زاخيلي سمينار.
٤- په کابل کې د باچا خان د لومړي تلين نړيوال سمينار.
٥- په کابل کې د شير شاه سوري نړيوال سمينار.
٦- په هند کې د شير شاه سوري نړيوال سمينار.
٧- د هند د راجستهان په ټونک کې د فارسي/عربي خطي نسخو سمينار.
٨- د هند د پنجاب په پټياله کې د پنجابي مؤرخينو سمينار.
٩- د لويديزې استراليا د پوهنتون په هغه سمينار کې گډون چې د افغانستان په اړه جوړ شوى وو.
د یادونې ده چې ښاغلی ډاکټر لطیف یاد د ٢٠٠٢ زيږديز کال راهيسې د لويديزې آستراليا ایالت مرکز، د پرت په ښار کې د خپلې کورنۍ سره اوسیږي. د کډوالۍ په چاپیریال کې څیړنیز فعالیت کوي، د نوي کول د تعلیمي بهیر او کلتوري پوهاوي په برخې کې منډې ترړې وهي او له وطن څخه د تازه راغلو هیواد والو سره د مرستو لپاره هلې ځلې کوي.

ژوند یې له خوندونو، قلم یې له رنګونو او ذهن یې له رنګینو خیالونو ډک