ځینې مسلمانان خپل اولادونه په کم عمر کې دعالی تحصیلاتو لپاره غیر مسئولانه لویدیځو هېوادونو ته لیږی په ځانګړې تو ګه هغه هېوادو ته چې هلته دازادی په نوم اخلاقی فساد اوج ته رسېدلی او نور دباور وړ نه دی. دغه هېوادونه دانسانی کرامت په کیسه کې هم نه دی هغوی کوښښ کوی چې داخلاقی فساد لمنه نوره هم پراخه کړی . اسلام هسې په پلمه په کاڼو ولی زه لیرې نه ځم دلته دوه عینی مثالونه راوړم کوم چې ما په ستر ګوًلیدلی دی . موږ تل دا وایو چې له کلی ووځه مګر له نرخ مهً وځه! نرخ دلته نورم دی ، هویت او اسلامی عقیده اوًباور دی. موږًکه هرڅومره دبل په کلتور اوًفرهنګً افتخار وکړو ورګډ شو ونازیږو خو بیاهم موږ ته دخپل هویت په ستر ګو کتل کیږی.موږ نوی المان ته راغلو زما ملګری خپل وطن دار سره دښار په مرکزی برخه هم اطاقی شو ملګرې به یی تل کیسه کوله چې تر اوسه ما ددې ښاغلی څنګلې لیدلی نه دی دومره باحیا او مسلمان سړی دی کله چې کمیس اغوندی بلې کوټې ته ځی خو له یوًکال وروسته نوًموړی ځنځیر په غاړه کې اچولی دسینې تڼی خلاصې او څڼی یې له اوږو کته پرتې وې نه بیا هغه ساده او باور من سړی وه او نه پنځه وخت لمونځ دا هم ورته ګران وه . هغه ښاری ملګروًکې دومره مصروف چې چا په دوربین کې همً نه لیده
هغه نه خپل هرڅه هیر شول او اسلامی عقاید یی په اټکل سره ټکو ل نه پوهیده چې څه وکړی او څه ووایی؟ دسړی هرڅه بدل ول او اسلام یی په حماقت سره افراطیت ته ټیل واهه سره له دې چی اسلام افراطیت نشی زغملی او یوازینی دین دی چې په اعتدال تکیه کوی اوترجیح ورکوی ولیتلطف یې درملنه کړې ده ..
دوهم مثال : یو ځوان لندن ته دتحصیلاتوًلپاره راغی کرایه لوړه وه نرخ ونوا جګ او ویې لیدل چې ژوند ګران دی په انګریزی ژبه کې هم تکړه نه دی خوًپه دې تصمیم کې شوًچې له کوم فامیل سره ژوند وکړی بلا خره یو ې ایتالوی کورنۍ سره یی ژوند اختیار کړ دغه ایتالوی یوه لور درلوده چې نوې له لیسې څخه فارغه شوی وه دلته دوه ځوانان او بوډا انۍ او دنجلی پلار اوسیدل . هلک هر ورځ سهار دوخته لمانځه ته پاڅېده او بودۍ هلک تعقیب کاوه. بله ورځ بوډۍ له هلک پوښتنه وکړه چې تهً ولې خوب نه کوې سهار وختی پاڅیږی . هلکً ورته وویل ما ستاسې فورم کې لیکلی چې زه مسلمان یم او زه سبایی وخته ددې لپاره پاڅیږم چې خپل رب ته لمونځ وکړم .او زما رب ناوخته لمونځ نشی منلی.
بوډۍ ښځې سر وښوراوه او ویې وویل چې دا څومره با دسپلینه دین دی او هک پک پاتې شوه دهلک متانت پر دې کې وه چې هغه واقعا خپل دین او هویت ته ژمن وه اوً هغه دالله حق ته تسلیم دی په هیڅ صورت کې خپل دین او هویت بل چا تهً نه پریږدی او ستر افتخار یی ګڼی. اسلام دروغ نشی منلی او خدعه یا تېر وتنه هم عرف اوًتګلاره لری.