طاغوت :
• خلکو ته ړومبی د حق لاروښیئ او بیا باطل نفی کړی .
د عربی ژبی کلمه ده د بت ، جادو ، جادوګر، د ګمراهانو مشریعنی ابلیس (شیطان ) څخه مراد دی
تعریف : هرهغه شی یا څوک چې د اللهﷻ په ځای د عبادت وړ(پرستش وړ) پرځای چی قرار ونیسی . ددی تعریف په اساس د یوواحد الله ﷻ نه پرته هرموجود ،شیطان ،بتان، انسان ( ژوندی او یا مړ) اویا هربل شی چی د معبود پرځای قرار ونیسی طاعوت شمیرل کیږی .
په قرانکریم کی د طاعوت لفظ اته ۸ واری راغلی .
په سورة النساء ۶۰ ایه کی لولو :
أَلَمۡ تَرَ إِلَى ٱلَّذِينَ يَزۡعُمُونَ أَنَّهُمۡ ءَامَنُواْ بِمَآ أُنزِلَ إِلَيۡكَ وَمَآ أُنزِلَ مِن قَبۡلِكَ يُرِيدُونَ أَن يَتَحَاكَمُوٓاْ إِلَى ٱلطَّٰغُوتِ وَقَدۡ أُمِرُوٓاْ أَن يَكۡفُرُواْ بِهِۦۖ وَيُرِيدُ ٱلشَّيۡطَٰنُ أَن يُضِلَّهُمۡ ضَلَٰلَۢا بَعِيدٗا
(ژباړه : ایا تا هغه كسان نه دي كتلي چې دا دعوا كوي چې دوى پر هغه څه ایمان راوړى دى چې تا ته نازل كړى شوي دي او پر هغه څه چې له تا نه مخكې نازل كړى شوي دي، دوى غواړي چې خپلمينځي فیصلې طاغوت ته یوسي، حال دا چې دوى ته له هغه نه د انكار كولو حكم شوى دى او شیطان غواړي چې دوى بې لارې كړي، په ډېرې لرې ګمراهۍ سره)
• ایمان باید له طاغوته له کرکی سره وی .
• له طاغوت سره جوړ جاړی حرام دی .
• د شیطان بری په دی کې دی چې خلک له طاعوت لاروي وکړی .
• منافق ،طاعوت اوشیطان په یوه لیکه کې د پیغمبراکرم ﷺ خلاف دی.
• ټولو الهی ادیانو له طاعوت لاروی او قضاوتونه يې حرام کړیدی .
• د کورنیو شخړو د حل لپاره په بهرنیو پسې تګ د شیطان غوښتنه ده .
• منافقان د شیطان په واک کې دي او طاعوت د شیطان لومی او اوازدي.
• منافق پخپله خوبیلارې وي اونورهم له ځان سره بې لارې کوي.
• که څه منافقان د خدای اورسول حکم ته غاړه نه ږدی خو موږ ته یی بلنه پکار ده .
• منافقان د خلکو د زړه له کومی له ایمان سره مخالفت نه لری او ټوله ویره يي له دی ده ، چې خلک پرالهی مشرراټول شي .
• له طاعوته د لاروی او ورته د پناه وړو پایله د بې لاریو کندې ته ګوزاریدل دي.
• طاعوت ته مراجعه اوله پردیو د شخړو هوارول غوښتل ،دمنافقانو روحیه ده ،چې له الهی مشرتابه سره مخالفت او د حق له لاری کاږه شئ
شیطان :
د هرشراچونکی او نه منونکی (سرکش) موجود نوم دی .
شیطان غیرفزیکی موجود دی ، په ابراهیمی ادیانو کی دا عقیده ده چې انسان ګمراه او د ګناه لوری ته یی بیایی .
یهودان د شیطان په پلید موجود باندی باورنلری په یهودیت کی شیطان معمولا استعاره ده ( شرته تمایل )
په مسیحیت کی بیا د شیطان نوم ( لوسیفر (Luciferګڼل کیږی .

په اسلام کې شیطان یوه پرښته ده چې پخوا د تقوا په ښکلا سینګار ؤ خود الله ﷻ د امرپه خلاف يي نا فرمانی وکړه حاضرنه شو چې انسان ته سجده وکړی نود الله ﷻ د لعنت سره مخ شو خو الله ﷻ شیطان ته موقته اجازه ورکړه چې د شرخوښونکو رهبری وکړی په قرانکریم کې د ابلیس په نامه سره یاد شوی دی مونږ مسلمانان عقیده لرو چې زمونږد ذهن (وسوسه ) د شیطان توصیه ده چې په ګناه مو واړوي نو یوپلید موجود یی بولو .
حدیث شریف دی :
له ابوهریره رضی الله عنه روایت دی چې د الله رسول ﷺ فرمایلي:
(إِذَا سَمِعْتُمْ صِيَاحَ الدِّيَكَةِ فَاسْأَلُوا اللَّهَ مِن فَضْلِهِ؛ فإنَّهَا رَأَتْ مَلَكًا، وإذَا سَمِعْتُمْ نَهِيقَ الحِمَارِ فَتَعَوَّذُوا باللَّهِ مِنَ الشَّيْطَانِ؛ فإنَّه رَأَى شيطَانًا. ) رواه بخاری (۲۳۰۴)او مسلم (۲۷۲۹)
(ژباړه : هر وخت مو چې د چرګ بانګ واوریده دُعا ء وکړئ (اسألوا الله من فضله) چې اللهﷻ په تاسو فضل او کرم عنایت کړي، ملائیکه یې لیدلې وي اوکه دخراوسپي اوازمو واورید نود شیطان له شره اللهﷻ ته پنا یوسئ، هغه شیطان لیدلی وي؛ نو تاسو په دې وخت کې ووایئ:
(اعوذ بالله من الشیطان الرجیم)
منبع:
1) دایرت المعارف قرانی ،پښتوترجمه
2) د نورتفسیرد نساء سورت
3) صحیح البخاری