الحًمْدُ للهٍ
حمد، مدح اوشکر که څه هم دا ټول یوه مانا لري ،خو دا هریو په ځانګړي ځای کې کارول کیږی د ساری په توګه :
مدح: د ستاینی په معنی ده ،ستاینه کیدای شې د حق وی ، کیدای شي د غوړمالۍ وی کیدای شې دیوکس کمالونوته وي اوکیدای شي ویرې اوطمع ته وي .
د الله ج لپاره مدح نه کيڔى بلکه الله په خپلو صفاتو يادول پکار دى ,مدح انسانى وصف دى په رواياتو کى راغلى د بد کار او بد کارى مدح بايد ونه شى ځکه چى تشويق نه شى .
شکر: د هغه خیراو نعمت پروړاندی ویل کیږې چې له نورو انسان ته رسیدلې وي. د انسان ځانګړنه داده چې د جمال ، کمال او ښکلا ستاینه کوي اوپر احسانونو او نعمتونو يې شکر اوباسي ، خدای د کمال ،جمال ،احسان اونعمتونو له کبله دشکر کولو وړدی له خدایه شکر د مخلوق له شکر سره کوم ضدیت نه لري ، خوشرط یې دادی چې شکر د خدای پرامر وي اوپه لارکې یی وي .
حمد : له ستاینی اومننې سربیره یوه بله مانا هم شته او هغه عبادت دۍ ، کوم تکرار اوستاینه چې د عبادت حد ته ورسیږ ي هغه حمد دی ، ځکه د نورو مدحه او مننه جایزه ده ،خو حمد یواځې خدای ته وي، یواځی هغه د حمد وړدي ،ځکه عبادت یواځی خدای ته دی .
منبع : دعا عبادت دی له کتاب څخه