د تاریخ تمسخر!
له ماضي څخه زده کړه او د ماضي واکمني، دوه جلا او بېلابېل مفاهیم دي.
هغوی چې غواړي ماضي، پر حال او راتلونکې واکمنه کړي؛ د تاریخ بهیر سره سرجنګوي او
په دې سرجنګۍ کې یوازې خپل سر ماتوي!
له ماضي زده کړه راتلونکې سره یوازې مرسته کولای شي، نه نور څه!
بلخوا ټولنه په ماضي کې نه، بلکې په حال کې ژوند کوي او په یوه لور او هغه هم د راتلونکې په لور مخ په حرکت کې ده.
اینده ده چې ټولنې ته د غوړېدا او پرمختیا فرصت برابروي، نه ماضي.
د ټولنې بېول د ماضي په لور، نه یوازې شوني نه دي بلکې هغوی چې داسې هڅه کوي؛ د تاریخ لوی تمسخر پر غاړه اخلي!
د ۲۰۲۳ کال د مارچ ۶ مه
سرلوڅ مرادزی