دروم قیصر د حالاتو دمعلومولو لپاره خپل یو کس مدینې منورې ته واستاوه هلته چې ورسېد دیو چا څخه یې پوښتنه وکړه ستاسو دمعظم شهنشاه بنګله چېرې ده؟
هغه ځواب ورکړ چې موږ خلک دشهنشاه دمحل ،معظم او اوچتو الفاظو سره بلکل نا آشنا یو مانا دا دغه فرهنګ سره نابلد یو ته ووایه چا سره غواړې وګورې؟ قاصد وویل چې دمسلمانانو د پاچا سره! هغه وویل موږ سره دپاچا په نوم ةوک نشته یوازې زموږ یو خادم دی چې زموږ دمعاملاتو انتظام کوی او دهغه نوم عمر (رض) دی ۶۴۴م هغه په قصر او یا ماڼۍ کې نه اوسیږی بلکې په یوه څپره کې اوسیږی! او اوس چېرې مزدوری کوی رومی چې داخبره واورېده بې اندازې حیران شو او دهغه په پیدا کولو پسې ووت چې ګوری حضرت عمر (رض) دسر لاندې دړه ایښې او په خاورو کې ویده شوی دایی چې ولیده ویې ویل دا عمر (رض) دی چې دنړۍ فرنان روایان دده له هیبت څخه خوب نشی کولی.
ای عمره (رض)ته انصاف وکړه چې ته په ګرمو شګو کې خوب کولی شې او زمو ظالم پاچا یان چې بد دیانته دی هغوی په خپلو بنګلو کې پټ دی هم خوب ورته نه ورځی !
داکیسه ما ددې لپاره راوړه چې کرزی به حتما دمعلم عطا محمد قصر لیدلی وی چې د اسلامی امارت مسئولینو ولس ته وښود خو کرزی بیاهم په دې جنایت کار پسې ګرزی یوه موضوع بله موضوع نوم یې نا اخلم خو یوبل په ډاګه وایی چې زه وزیر وم هغه هم د ناتو عسکرو دډایپر دبدلولو وخت کې په ارګ کې اولس ډوله غوښه باندې ما شخوند واهه. اوکه همدې وزیر؟ دانیابتی بیخبره تبصره کوونکی چې دسپی مچ مثال رواړی دا ښاغلی ولې بی کرامته څاروی دکوم شخصیت څخه یادونه او دفاع کوی چې سالم عقل او منطق ور باندې باور نشی کولی.
فلهذا دروژی مبارکه میاشت ده لږ انسانیت او شرافت څخه کار واخلی او دسولې اوسلم په هکله ګام اوچت کړی له خدای ج څخه وېره وکړی نور دالقبونه پرېږدی چې وطن یې تباه کړ .