د تیاتر او تمثیل دهنر او د ادب د ډګر نه هیریدونکی څیره، عبدالقیوم بېسد

ارواښادعبدالقیوم بېسد په ۱۳۰۷ ل. کال کې د کابل ښار د( ده افغانان) په سیمه کې نړۍ ته سترګې پرانیتسي دي، دښوونځي لومړنۍ دوره یې همالته او دلیسې دوره یي په ۱۳۲۴ل. کال کې د اسقلال لیسه کې پای ته ورسوله. له دې امله چې د تئاتر او تمثیل هنر سره یې مینه وه، د هماغه ښوونخي په دوره کې یې کله چې د (پوهنی ننداری)جوړه شوه، د ۱۳۲۱ ل. په ترڅ کې یې د تئاتر آزموینه ورکړه او په دغه اداره کې ومنل شو. ده د مکتب په دوره کې یوشمېر نندارو او ډرامو کې برخه واخیسته، وروسته تر ۱۳۲۲ ل. کال څخه چې لا زده کوونکی و، د پوهنی نندارې فعال غړی و. عبدالقیوم بېسد لومړی ځل په ( میراث) ډارمه کې چې د عبدالرشید لطیفی لیکنه وه د یوه کمسواده ، جنجالی اوخودخواه میرزا په رول کې راڅرګند شو. په دې تیاتری ډرام کې ډیر تشویق شو او وروسته یې په جدیت ادامه ورکړه اود افغانستان د تیاتر د هنر یو بنسټ ایښودونکی شو. استاد بېسد دینمې پیړی هنری فعالیت ا و فرهنگی خدمتونو په ترڅ کې له ۳۰۰څخه په زیاتو ډرامو او تمثیلی نندارو کې نه هیریدونکی مثبت، منفی، لنډ او اوږده نقشونه او رولونه ادا کړل په دې کې د افغانی لیکوالو څخه نیولی تر آشیل، سوفوکل، اوروپید او شکسپیرپورې ډرامې راځي. هغه د هنر په ډګر کې عالی استعداد درلود. ارواښاد بیسد په افغانستان کې تیاتر او ډرام ته نوې روح ورکړ او ډیر نوښتونه یې وکړل. هغه له تکړه استادانو لکه: عبدالرشید لطیفی، بریښنا، پژواک عبدالرحمن بینا، نشاط، ملک خیل او نورو څخه ډیر څه زده کړل. وروسته یې بیا په خپله نندارې او نمایشنامې ولیکلی. بیسد وروسته ترلطیفی د تیاتر او تمثیل په ډګر کې دوهم ډیر بریالی او موفق هنرمند و اوتیاتر اوډرام یې خلکو ته وروپېژاند. هغه په ډیرو سختو حالاتو کې لکه په تروږمۍ کې د ډیوې په شان وسوځېد ،هېڅکله یې بیوزلو سره مرسته هیره نه کړه یو زړه سواندې هنرمندو. دستېژ له نندارې یې وروسته بیا تلویزیونی تیاتر اوفلم کې هم رول اجرا کړ لکه د ( روزگاران) فلم څخه یادونه کولای شو. دهغه مشهور ډرامونه دادي: سمبول قانونیت، او پدرم نیست، پلنگ درلباس ملنگ، شب توفانی و هیولای قربانی.
عبدالقیوم بېسد دخپلو خدماتو په ترڅ کې یوه موده د پوهنې نندارې مسئول، بیا په مېرمنو ټولنه(زینب نندارې) کې دنندارلیکونو دایرکتر، په کابل ښاروالی کې له مکرویانو څخه د خلکو استازی اود افغانستان دراډیو تلویزیون رسمی مامورو. څه موده یې د هنرونوپوهنځی کې تدریس وکړ او دافغانستان د روښنفکرو د لومړنۍ کنگری(۱۳۵۹ل.) غړی و، همدارنګه د ډاکتر نجیب الله پرمهال د لویې جرگې غړی و. د کابل د جنګونو اود تنظیمونو پرمهال مزار شریف ته ولاړ هلته یې بلخ پوهنتون کې هم تدریس کاو او هم (د ناصر خسرو بلخی ټولنه) کې غړی و. ده د هیواد دننه بېلابېلو ولایتونو او له هیواد بهر یوشمېر هیوادونو ته هنری سفرونه کړي وو. دغو سفرونو کې یې د تئاتر ډیوه کلیو او ولسوالیو کې ولګوله او تیاره ګوټونه یې ورباندې رڼا کړل. استاد بیسد د استادي لقب د محمد ظاهرشاه په دوره کې ترلاسه کړ او په تیاتر او تمثیل کې یې (د ستیژ سلطان) لقب د ډاکتر نجیب الله په لاسلیک اومنظوری تر لاسه کړی و. هغه یو آزادي خوښوونکی، ازاد اندیش او ترقی غوښتونکی انسان و.
استاد بیسد له ډایرکت او تمثیل برعلاوه، په لوړه توانمندی او اوچت خلاقیت سره ۱۴ راډیویی نمایشنامې او ۱۵ دتیاتر او تلویزیونی نندارې لیکلی وې. هغه په ادبیاتو کې هم تکړه لیکوال و. د ده داشعارو مجموعه په ۱۳۸۱ ل. کال کې د (اسکلیت) په نوم نشر شوه. استاد عبدالقیوم بیسد چې د ستیژ د سلطان په نوم مشهور و، د تیاتر اوډرام برخه کې شاګردان هم وروزل. استاد بېسد یو ریښتینی هنرمند او صادق او عاطفه لرونکی انسان و چې دملی اصالت او نیک تفکر له امله یی زړونو کې ځای درلود او د وطندوستۍ او خلکو سره دخالصانه مینی له امله د درناوي وړ و. دهغه نوم به د پوهې، تدبیر، خرد، تعقل، ترقی و آزادی په هسکو څوکو د ځوانانو لپاره یوه الگو(بیلګه)وي. استاد عبدالقیوم بیسد ته د۱۳۹۲ل. کال په اوړي کې د بډوډي ناروغی پیدا شوه، چې د همدې ناروغی له امله د همدې کال د لیندۍ په ۱۴ مه (د ۲۰۱۳ م. ددسمبر په پنځمه) د پنځه اتیا کالو په عمر وفات شو. الله پاک دې فردوس جنت ورته نصیب کړي.