خرما ته په انګلیسی کی , date palm ، په عربی کی نخل، په کوزه پختونخوا کى کجورى په نامه دی
د خرما علمی نوم phoenix dactylifera L ، خرما د ګرمی منطقه نبات دی لږو اوبو ته ضرورت لری په هیواد کی زیات امکانات د دی نبات د ډیریدولپاره شته له پخوا په ننګرهار کی موجود ووخو اوس یی په ننګرهار کی د باغ په شکل کرلی او ښه نتیجه یی ورکړی دا نبات د اوږدی مودی د رشد او تولید نبات دی عام خلک علاقمندی ځکه نلری چی خلک ژر حاصل غواړی او دا نبات ژر په حاصل نه راځی چی اوږدی مودی ته ضرورت دی نو لازمه ده چی ددولت په سطحه د اوږدی مودی وړاند لیک ( پلان ) کی شامل اود کرنی وزارت په کاری برنامو کی وی اوباید ددی نبات په ترویج کی هاند وکړی واضح او کوتلی ګامونه اخیستل پکاردی او باید ګړندی ګامونه واخلو
د خرما د نبات طبقه بندی :
Kingdom Plantae – Plants
Subkingdom Tracheobionta – Vascular plants
Superdivision Spermatophyta – Seed plants
Division Magnoliophyta – Flowering plants
Class Liliopsida – Monocotyledons
Subclass Arecidae
Order Arecales
Family Arecaceae – Palm family
Genes Phoenix
Species P. dactylifera
Contains 59 Genera and 94 accepted taxa overall
د خرما ونه څوکلن نبات دی په دی نبات کی نر او ښځه سره جلا وی د خرما د ونی عمر اوسط ۴۰ کاله دی ۲۰۰ جنس او ۱۵۰۰ نوع لری
ریښه :
د خرما ونه اصلی ریښه نلری اولنی ریښی نه وروسته نوری ريښی په غونډ کی ډول هم تشکیلوی د خرما ريښه هم د تنفس کولو کیسه لری چی د تنفس کولو عمل اجرا کوی .
پاڼه :
د خرما پاڼي ۳-۶ مترو پوری اوږد والی لری په هر کال کی ۱۰-۳۵ نوی پاڼی کوی او د پاڼو عمر ۳-۷ کاله دی د پاڼو تعداد معمولا ۳۰-۱۴۰ عدد ه وی .
ګل :
دخرما ګل ژیړ رنګ لری لکه انسانانو په شکل نرا ښځه سره جلا وی او نر ګل ( ګرده ) یی ښکل معطر بوی لری ښځینه ګل یی لکه کاسه شکل لری یعنی کاسبرګ یی کاسه ډوله ده په طبیعی شکل د باد او حشراتو پواسطه القاح صورت مومی خو په مصنوعی ډول د انسان د لاس پواسطه ګرده افشانی صورت مومی او ښه طریقه همدا مصنوعی طریقه ده
میوه:
د خرما د میوی وزن ۲-۶۰ ګرامه وی د میوی اوږد والی ۱۸- ۱۱۰ ملی متره اوعرض د میوی ۸- ۳۲ وی میوه د پخیدو مختلف مراحل اونومونه لری حبابوک، کیمری، خلال،رطب او تمردی .
حبابوک:
د میوی کوچنی نا بالغ شین رنګه شکل دی چی د ګرده افشانی وروسته تشکیل کیږی دا دوره ۱-۳ هفتی وی
کمیری:
په دی مرحله کی میوه شین رنګی وی چی د میوی اوږده مرحله همدا مرحله ده.
خلال:
دا د تغیر زنګ مرحله ده میوه له شین رنګ څخه ژیړ رنګ ته اوړی
رطب:
د رطب په مرحله کی میوه له ژیړ رنګ څخه تور والی په طرف اوړی .
تمر:
د میوی د پخیدو اخرنی مرحله ده په دی مرحله کی میوه پخه وی چی نور خپل رطوبت کموی او د میوی د خوړلو وخت دی په هر سل ګرامه خرما میوه کی مغزی مواد
په هر سل ګرامه خرما میوه کی مغزی مواد
په هر سل ګرامه خرما میوه کی مغزی مواد
انرژی
۱٬۱۷۸ کیلوژول (۲۸۲ کیلو کالوری
کاربو هایدرید ۷۵٫۰۳ g
قند ۶۳٫۳۵ g
فیبر
۸ g
غوړی
۰٫۳۹ g
پروتئین
۲٫۴۵ g
اوبه ۲۰٫۵۳ g
ویتامین آ
۱۰ IU
- بتاکاروتن
۶ میکروگرام (۰٪
- لوتئین و زآکسانتین
۷۵ μg
تیامین (ویتامین ب۱ ۰٫۰۵۲ میلی‌گرم (۴٪)
ریبوفلاوین (ویتامین ب۲ ۰٫۰۶۶ میلی‌گرم (۴٪)
نیاسین (ویتامین ب۳ ۱٫۲۷۴ میلی‌گرم (۸٪)
پانتوتنیک اسید (ویتامین ب۵ ۰٫۵۸۹ میلی‌گرم (۱۲٪)
ویتامین ب۶
۰٫۱۶۵ میلی‌گرم (۱۳٪)
فولیک اسید (ویتامین ب۹ ۱۹ میکروگرم (۵٪)
ویتامین C
۰٫۴ میلی‌گرم (۱٪)
ویتامین E
۰٫۰۵ میلی‌گرم (۰٪)
ویتامین K
۲٫۷ میکروگرم (۳٪)
Caکلسیم
۳۹ میلی‌گرم (۴٪)
Fe اوسپنه
۱٫۰۲ میلی‌گرم (۸٪)
Mg منګیزیم
۴۳ میلی‌گرم (۱۲٪)
Mnمنگنیز
۰٫۲۶۲ میلی‌گرم (۱۳٪)
Pفاسفورس
۶۲ میلی‌گرم (۹٪)
K پتاسیم
۶۵۶ میلی‌گرم (۱۴٪)
Na سودیم ۲ میلی‌گرم (۰٪)
دخرما د میوی ګټی :
۱: د خرما خوراک د بدن،اعصابو، زړه او معدی د تقويت سبب ګرځي.
۲:د جنسي طاقت د قوي کولو او زياتولو لپاره هم خرما ډير مفيد اثرات لري.
۳: کومو خلکو کې چې ايوډين کم وي د خرما خوراک په هغوی کې ايوډین پوره کوي.
۴:خرما کمزوری بدن چاغوي او د کم وزنه خلکو وزن زياتوي.
۵: خرما د حاملی ښځې لپاره ډير مفيد دی ځکه د ماشوم پيداکيدلو پر وخت چی کومې ستونزی پيداکيږي خرما د هغه ستونزو په کمښت کې ډير مفيد اثرات لري.
۶: ځينې ميندی خپلو ماشومانو ته خپلی شيدی نشي ورکولای ځکه هغوی کې شيدی کمې وي نو که چيری دا ډول ميندی خرما د شيدو سره وخوری الله جل جلاله به يې شيدی زياتې کړي.
۷: حضرت امام محمد احمد ذهبی رحمت الله عليه وايې چې حاملی ښځې که چيری خرما وخوري نو د هغوی به نارينه اولاد پيداشي چې ښايسته او حليم به وي.
۸: د زړه د مرض لرونکو لپاره هم د خرما خوراک ډير زيات مفيد دی . پدی اړه د حضرت سعد بن ابي وقاص رضی الله تعالی عنه نه روايت دی چې يو وخت زه مريض شوم نو رسول الله صل الله عليه وسلم زما عيادت ته راغې هغه صل الله عليه وسلم زما د دواړو اوږو په منځ کې لاس کيښود او بيا يې وفرمايل چې په ده باندې د زړه حمله راغلی ده د حارث بن کلره ته بوځی کوم چې په بنوسقيف کې يو طبيب وو او حکيم ته په کار ده چې ده ته خرما ورکړي.
دا حديث د خرما په اهميت باندي دلالت کوی همدارنګه دا لمړی ځل وو چې د طب په تاريخ کې د زړه درد او حمله تشخيص شوه.
۹: هغه ورونه او خويندی چې د هغوی په بدن کې د کلسيمو کمبود وي د خرما په خوراک سره د هغو کلسيم پوره کيږي.
۱۰: د خرما د استعمال بله مهمه فايده داده چې ددی په استعمال سره په وينه کې د کوليسټرول مقدار نه زياتيږي او که چيري په وينه کې د کوليسټرول مقدار زيات شي د زړه د حملې باعث ګرځي.
۱۱: ذهني کار کوونکې ( هغه کسان چې فکري کار کوي مطلب دفاترو کې کار کوي يا مطالعه کوي يا …)د هغوي لپاره خرما يو بې نظيره تحفه ده ځکه په خرما کې موجود لحميات،حياتين او معدنې نمکيات دماغ او اعصابو ته طاقت ورکوي. ددی متواتر استعمال له وجې نسيان (دهيريدلو مرض)هم لمنځه ځې.
۱۲: د کومو خلکو چې لاسونه رپيږي او پدی مرض اخته دي د خرما په خوراک سره هغوي کولای شي ددی مرض نه نجات پيداکړي.
۱۳: په خرما کې موجود سلفر په بدن کې جراثيم ختموي.
۱۴: نوي تحقيقاتو په اساس خرما کې د زهر د لمنځه وړلو خاصيت هم شتون لري چې زهري مواد په بدن کې بې ضرره کوي.