د رڼا خلک به راځي!
یو څو ورځي به دوران وي د بی هنرو ،
څوک چې بی ځایه مغروریږي ژر ورکیږي ،هیڅکله دا خلک په دي حال نه پاتي کیږي ، د دنیا حال د ارهټ د منګوټي په څير دی چې یو د بل پسي راځي ، همداسی د هر چا وار دی چې تیریږي ، او همداسی یو څو ورځي تیارې پر مونږ تیریږي .
د رڼا خلک به راځي او د رڼا خلک به راشي ،د تیارو او تیاره ذهنیتونو خلک به ورکیږي ،د چمن به هم پاتي نشي دا سینګار او تجمل ،هر ګل به پریشانه کیږي .
د فنا په دي کاروان کې څوک راځي او څوک فنا کیږي .دلته په هیڅ شي باور نشته.
د ژور فکر خاوندان دلته هر شیبه هر لمحه په خپل حال دي ژړه غوني ،او د زمانې د هر ګذر څخه اخلي عبرتونه.
سید عبید الله نادر