ملنګ جان: پښتو، پښتونواله او پښتونستان
د ارواښاد ملنګ جان د ۶۸ تلین په مناسبت:
ملنګ جان، پښتو، پښتونواله او پښتونستان سره هممانیز یا مترادف مفاهیم دي.
کله چې له ملنګ جان څخه غږیږو په حقیقت کې موږ له پښتو، پښتونولۍ او پښتونستان څخه یادوونه کوو. د ملنګ جان نوم سره دا ټول تړلي دي. بلخوا بې ځایه نه ده چې ووایو: ملنګ جان یعنې پښتونستان او پښتونستان یعنې ملنګ جان!
پښتنو کې به موږ د ګوتو په شمېر شاعران لکه خوشحال بابا او یا څو نور ولرو چې د ملنګ جان په څېر، له هغه مفاهیمو سره نږدې پاتې شوی وي چې د شعر خټه، بوده او تنسته یې جوړوي او ژوند یې د شعر سره تړلی پاتې شوی وي.
ملنګ جان تر هر څه لومړي موږ ته پښتونواله راپېژني:
پښتونواله د پښتنو په منځ کې نالیکلی قانون دی او پلیتوب یې لکه مدني او نور حقوقي قوانین د پښتنو لپاره الزامي حیثیت لري.
دی، وايي:
زما ځواني مزه کوي د پښتونواله سره
زه په پښتو او پښتونواله باندې سر ورکوم
ملنګ جان د یوه ژمن پښتون پتوګه، په هر شي سر نه ورکوي بلکې نوموړی په داسې څه سر ورکوي او خپله ځواني پرې خاوري کوي چې هغه د پښتنو د شتون او هویت لپاره تر هر څه زیات ارزښت لري او هغه پښتونواله ده.
ملنګ جان، پښتو او پښتونواله لکه ارواښاد وزیر محمد ګل خان چې وايی «پښتنو لپاره که پښتو او پښتونواله نه وي هیڅ به نه وي» یوازي ساده خبرې نه بولي، بلکې نوموړی پښتونواله د پښتنو له خپلواکۍ سره تړي. که پښتانه خپلواکي ونه لري او د خپل هېواد چارې پخپله لکه څنګه چې يي زړه غواړي مخې ته یونسي، ملنګ جان دا پښتو او پښتونواله نیمګړې بولي. هغه پښتونواله د ګاونډیو هېوادو او نړۍ سره په ودانۍ، پوهه او پرمختګ کې د پښتنو په سیالۍ کې ګوري.
که ارواښاد علامه عبدالحي حبیبي پښتنو ته د پښتو او پښتونوالې په اړه کتابونه لیکي، ملنګ جان هم د خپل شعري دیوان زیاته برخه پښتو او پښتونولۍ ته وقفوي او د ارزښت په بیانولو کې يي د علامه حبیبي سره ځان ملګری بولي.
بلخوا د پښتو او پښتونولۍ ځیني مخالفین که په دې اند دي چې پښتونواله بویه ، د زړو او له کاره لویدلو اندیښنو، دودونو او خرافاتو ټولګه ده. په داسې حال کې چې پښتونواله د زړو افکارو پر ځای د نویو اندیښنو خپلول او د زړو دودونو او خرافاتو سره د مبارزې نوم هم دی.
که داسې کسان په پښتنو کې هم وي، چې هغوی پښتونواله زړه پالنه بولي او یوازې په دې ځان پښتون بولي چې پر خرافاتو ټينګ ولاړ وي او له پښتونولۍ څخه د پرمختګ او لوړتیا په ضد ګټه اخلي، په غلطه پوه شوي دي.
کوم پښتانه چې پښتو او پښتواله په پيسو خرڅوي، خپله ژبه پریږدي او د نورو د خوښۍ لپاره له خپلې ژبې تېریږي او په خپله ژبه او هویت شرمیږي او پښتونواله یې پريېښې ده، دوی هم له بده مرغه د پښتنو د مخالفینو په ډله کې راځي.
همدارنګه ملنګ جان د پښتونستان د غورځنګ نوم هم دی.
ترڅو چې زه ژوندی یم لاس به وا نخلم له تانه
زما پښتونستانه
یا لکه چې وايي:
هر څه نه به تېر شم خو ایمان نه تېرېدی نشم
زه لکه ایمان پښتونستان نه تېریدی نشم
موږ یوازې د ملنګ جان په شعورونو کې د ډیورند د تپلې او استعماري کرښې په اړوند، د بلوغ تر بریده کرکه او نفرت وینواو د پښتونستان د خپلواکۍ لپاره د پښتنو په ویښتون او پاڅون کې د هغه د شعر د جادوګر اغیز مرهون یوو.
ملنګ جان پخپلو اشعارو سره نه یوازې د یوه شاعر نوم او معرفت دی، بلکې هغه د پښتنو په منځ کې د یوه ملي غورځنګ نوم دی.
تر څو چې پښتنو، پښتونستان نه وي تر لاسه کړی، ترڅو چې د ډیورند کرښې پښتانه سره په دوه برخو ویشلي وي او تر څو چې پښتانه په یوه ملي مرکز نه وي راټول شوی، تر هغو به د ملنګ جان خوږې نغمې د پښتنو د لارې مرستندوی وي.
د ملنګ جان په خوږو او ملي نغمو اوس هم د پښتنو دېرې او حجرې تودې دي او داسې افغان یا پښتون به نه وي چې د هغه په خوله کې دې د ملنګ جان دا ملي سندره نه وي:
دا زموږ زیبا وطن
دا زموږ لیلا وطن
دا وطن مو ځان دی
دا افغانستان دی
سرلوڅ مرادزی