هغه ښار چې مذهب يې مینه وه!

دا لیک زما د زړه له ژورې برخې راغلی، هغه چا ته چې ما ته یې باور، مینه او امید را زده کړل...

ای زما محبوبه!

زه دا ليک تاته لیکم،
ته چې په سختو ورځو کې راسره يار وې،
دا ليک ستا لپاره دی، ته چې، زما د دردونو درمل او زما د ټپونو ملهم شوې.
ته چې د غم او پرېشانيو په مينځ کې راته تسل او موسکا شوې.
ته چې په تیارو کې راته څراغ او په ستومانيو کې هوساينه شوې.
ته چې په شورونو کې راته سکون او په خالی بيابان کې راته ګلزار شوې.
ته چې په يخنۍ کې راته د لمر وړانګه او ګرمي کې راته په شنه باغ کې سيوري شوې.

ای زما ګرانه!

هغه وخت چې مې ګمان کاوه، نړۍ پریښې یم او حتا خپله مې خپل ځان هېر کړی و، ته راغلې او زما لاس دی ونيوه.
زه دې د رنګېنيو ښار ته يوړم،
هغه ښار ته چې، خدای يې واحد و خو مذهب يې مینه،
هغه ښار چې د محبت ګلونو پکې سرونه پرانيستې وو
او د مینې عطرو يې ټول ښار خوشبويه کړى و.
هغه ښار چې د دیوالونو خښتې یې له وفادارۍ
او تهداب يې له ريښتينې صداقته جوړ شوي و.
هغه ښار چې په کې د زړونو سندرې
او د مینې ايتونه ويل کېدل.

ای زما تر ټولو نږدې ملګریه!

ته سبب شوې چې زما فکر بدل شې، زما ګمان غلط وخیژی او پوهه دي کړم، چې ټول نارینه بد نه دي.
ته سبب شوې، چې دا درک کړم، یوه ښځه کولای شي ریښتینى سړی/ د ژوند ملګری پیدا کړي.
ته سبب شوې چې پوهه شم هر سړی د ښځو د ځورولو لامل نه دى،
ته سبب شوې پوه شم، نړۍ کې لا مهربانه زړونه شته،
ته سبب شوې پوهه شم، لا هم ريښتينې مینه ژوندۍ ده.
ته سبب شوې چې پوهه شم، لا هم داسې خلک شته چې پری باور وکړو.
ته سبب شوې چې پوهه شم، نوره ویره ونلرم، نور له پرځېدو ونه ډاره شم، نور له ماتېدو ورسته پټه نه شم، نور یوازې خوب ته له ستومانیو ورسته پناه یو نسم، نور پټې اوښکې توي نه کړم، نور...

ای زما عزیزه!

مننه له ښکلې زړه څخه دی، چې تل پر ښکلو الفاظو ما نازوي،
مننه له شتون څخه دې، چې زما زړه ته سکون بښې،
مننه له خندا څخه دې چې زما غمونه هېروي.
مننه له مهربانۍ څخه دې چې ماته امید راکوي.
مننه له شېرینو ویلو څخه دی، چې زما د وجود ساه راتازه کوي.
مننه له وفا څخه دی چې ماته هیله رابخښي.
مننه له پام څخه دې، چې ماته ښکلی احساس رابخښي
او مننه له مینې څخه دې چې زما د زړه باغ هره ورځ راته ورځ تر بلی سمسور او له رنګونو او خوشبويیو ډکوي.

دا ليک ستا لپاره دی زما عبدالهادي جانه!

په درنښت او مینې،
ستا نظیفه