طنزیه لیکنه
د ځنګل ټول حیوانات او د ځمکي د مخ اکثریت انسانان دا خبره منلي چي زمری د ځنګل بادشاه دی، حیوانات د زمري نه ډاریږي او همدا ډار دی چي دوي يي سره متفق کړی چي د زمري برتري او بادشاهي ومني، مګر انسان بیا ددي دباره دا بادشاهي منلي چي د زمري خصوصیات او خواص يي خوښیږي، زمری په خپله خوښه مګر د اړتیا په وخت کي ښکار کوي، ښه غذا خوري، د نورو حیواناتو د ښکار پاتي شووني نه خوري، همدا خصوصیات دي چي د ځمکي د کري اکثریت انسانان د زمري ښه اوصاف بیانوي حتا د خپلو اولادونو نومونه زمری اږدي،( البته هر قوم په خپله ژبه) شعر او غزل کي یادوي، کورونو کي مجسمي ساتي.
د ځنګل د حیواناتو ډار او د انسان علاقه مندي د زمري د ښو خصوصیاتو سره بالاخره د خرو کینه او حسد وپاروله او خره په دي لټه کي شول چي ځنګل کي خپل حیثیت او مقام پیدا کړي، هماغه وو چي یوه پاده خره سره راټول شوول او په سلا مشورو يي پیل وکړ، د خرو د منځه یو خر وویل: سره له دي چي خره ټول عمر د انسان په خدمت کي تیروي، بي منته کاریګر، د انسان د اوامرو مطیع، ښه بار وړونکي دي، خو خر ته څوک په ښه نظر نه ګوري، د ځنګل نور حیوانات له خره ویره او ډار نلري، انسان تل خره ته په سپکه ګوري، چرته چي احمقانه کار وي خر ته يی منصوبوي او که بل څوک هم حماقت وکړي دوي پکي د خره مثال راولي او د خره زحمات ورته هیڅ دي، حال دا چي ددغو سترو خدماتو بدل کي چي خره د انسان دپاره کوي باید تر هر بل حیوان وړاندي خر د درناوي وړ واي، بل خوا سره له دې چي زمری داړونکي او وحشي دی دوي ته ګران او د صفت وړ دی، ټول راټول شوي خره په دي خبره سره متفق شوول چي ځنګل کي ددوي حیثیت نشت سره حساب ده او ددوي په حق کي ظلم شوي او دوي باید د خپل حیثیت او د زمري نه د بادشاهي د نیولو دپآره متفق او یو موټی شي، خره سره متفق شول او سلا په دی راغله چي لمړی باید د خرو دپاره یو قانون او کړن لاره جوړه کړي چي په هغی کي خره معرفي کړي، د خرو خصوصیات او خوبیاني بیان کړي، خرو سره کیدونکي ظلم په شعرونو کي زمه زمه شي.
تګلاره جوړه شوه او د خرو د یوي لوي پادي یا ډلي په مخکی د خرو د خوا ټاکل شوي ویاند د ددوي اړوند د تګلاري مهم ټکي په لاندي دول ګډونوالو ته بیان کړ.
1. خره د زمري د نسله دي، بنا همدا د خرو نسل د ځنګل د واکمنۍ مستحق او د درناوۍ وړ دي.
2. د ځنګل ټول حیوانات او انسانان د خرو ګډ دښمن دي او تر دي وروسته به دوي د خرو هدف ګرځول کیږي او وژل کیږي به.
3. د ځنګل ټول پخواني وضع شوي قوانین تعطیل او ملغا دي کله چی خره قدرت ته ورسیدل نوي قوانین به جوړوي.
4. د خرو د سرسختو دښمنانو د جملي یو دښمن اوښ دی، دا ځکه چي اوښ انسان ته شکایت کړی چی ولي ددوي پړی د خره په لکۍ تړل کیږی دا خپله د خرو توهین شوی، ددی قانون تر ابلاغ وروسته به اوښآن هم په هدفي توګه به د خرو د خوا نښه ګرځول کیږي.
5. ددي پراخي ځمکي په یوه محله کي، په ځینو خر صفته انسانانو کي دا خبره لاندي باندي کیږي چي د خرو سره د نارینه انسان جنسي اړیکه د سوزاک د مرض دپاره علاج او تداوي دی، خره ټول په یو اتفاق د ځمکي په کره کي ددغه ډول انسانانو دا خبره غندي او که هر کوم انسان د کومي خرې سره یا کوم کوټي سره جنسي اړیکه ونیوله په اعدام محکوم دي او د مرګ سزا به ورکول کیږي.
6. د ځنګل ټول حیوانات په دي مکلف دي چی ظاهري قیافي د خرو په شان جوړ کړي، که کوم حیوان له دی امر نه سرغړاوي وکړي سختي سزا سره به مخ شي.
7. اوریدل کیږي چي د خرو د قوم خلاف دا تبلیغات کیږي چي خره د ساینس او علم ضد دي، خره ټول د دښمن دا خبره ردوي او دا ټول د خرو خلاف تبلیغات ګڼی ددی لپاره چي ثابته شي چي خره د ساینس او علم ضد نه دي د سطرنج د نړیواله کمیټه باید د سطرنج په دانو کي د فیل آو آس غوندي یوه دانه د خر په نوم وراضافه کړي تر څو خره هم د سطرنج په تخته کي خپل ځايګاه پیدا کړي.
8. خره به یواځی په خپل منځ کي د خپلي نوعي سره به راشه درشه کوي، د ځنګل د نورو حیواناتو سره اړیکه نیول، واښه او ګیاه شریکه خوړل، په یوه پټی کي څریدل د خرو په قانون کي جرم دی.
9. د ځنګل ټول د خوراک، څښآک او پوښاک اشیا او څیزونه په خرو پوري اړه لري او د خرو د استفادي دپاره دي نور مخلوقات حق نلري په دي شیانو کی تصرف وکړي که د ځنګل کوم حیوان پوښآک او څښاک ته اړتیا پیدا کړه قوولی دې وباسي.
10. دغو پورته موخو ته د رسیدو دپاره خره حق لري چي خپل مخالفین ووژني، ځنګل ته اور واچوي او له باروړلو نه ډه ډه وکړي.
ټول خره په دې متفق شوول چي وضع شوي قوانین عملی کوي او ددي قانون عملي کولو ته راووتل او ټول په دي موظف شوول چي د ځنګل نورو مخلوقاتو ته خپل غږ او پیام ورسوي، هماغه وو چي خره ټول په یوا آواز بغاري او انګهاري شروع وکړه، د ځنګل په هر کنج او کنار کي، ښآر او صحرا کي، دښته او بحر کي د غالمغال بد حالت رامنځته شوو چي همدي وخت کي ددوي د انګها سره زمری راویښ شو او د پادي په طرف يي حرکت وکړ چي د خرو ورته پام شوو او یو بل ته يي وویل چي هله چي راغي ، د راغی د نعري سره ټول خره په یو خوا بل خوا په منډو شول، څیني تر پښو لاندي شول، ځيني اوبو کي ډوب شوول، ځیني په مات ګوډ حالت بیرته خپلو خاوندانو ته يي پنا ویوړه.