په بی بی سی می ولوست
د یو افغان د زړه حال
چی خپل سهار یی
د مور په غږ پیلوهء
هغه به هر سهار خپلې مور ته
زنګ وهلو،
چی حال او احوال یی واخلي
هغه ويیل
مور می ناروغه ده،
که زما خبرې واوري
نو ممکن روغه به شي...
د هغې د غږ په اورېدو
به مې زړه خوشاله شو،
خو اوس يې غږ نه اورم.
او هغه هم غږ می نه اوري
مخابرات نور بند شول
او د مور غږ به اوس څنګه اورم
دلیل یی دا دی چی حرام دي
دا ټول
اوس د مور غږ هم حرام دی؟
حرام دی؟
زه ډیر غوسه یم
خو طالب باندی می زور نه رسی
او خدای دې رحم وکړي
سمیع الله خالد سهاک
سپتامبر ۳۰، ۲۰۲۵ کال
مونتری، کالیفورنیا
29.09.2025
- سرلوڅ مرادزی
دوکتورنجیب د خوشحال خان د شعر میړنی ډاکټرنجیب په را وروسته افغاني شخصیتونو کې داسې یوميړنی دی چې د پښتو ژبي د حماسي بډایه شعري شتمنۍ یوه عملي بېلګه او انځور يي ګڼلای شو. خوشحال خان بابا چې د بریتانيي د ختیځپوه مونټ سټوارت الفینسټون( Elphinston, Mount Stuart ) په وینا اثار يي یو بل پسې د افغان ملت پېژند انځوروي، پخپل شعر کې موږ ته یو میړنې راپېژني او وايي: ننګیالي د ننګ لپاره په هر څه لګوي اور چې په نام او ننګ اړ نه وي که تل ژوی مخ يي تور سر په دار لک شوی ښه دی نه ل...
02.10.2025
- ع. س. واحدي
طنزیه لیکنه د ځنګل ټول حیوانات او د ځمکي د مخ اکثریت انسانان دا خبره منلي چي زمری د ځنګل بادشاه دی، حیوانات د زمري نه ډاریږي او همدا ډار دی چي دوي يي سره متفق کړی چي د زمري برتري او بادشاهي ومني، مګر انسان بیا ددي دباره دا بادشاهي منلي چي د زمري خصوصیات او خواص يي خوښیږي، زمری په خپله خوښه مګر د اړتیا په وخت کي ښکار کوي، ښه غذا خوري، د نورو حیواناتو د ښکار پاتي شووني نه خوري، همدا خصوصیات دي چي د ځمکي د کري اکثریت انسانان د زمري ښه اوصاف بیانوي حتا د خپلو اولادونو نومونه زمری اږدي،( البته...