روسیه او اسلامي امارت رسمیت پیژندنه
صافی
روسي له څلور کلن ځنډ روسته د افغانستان اسلامي امارت په رسمیت وپیژند ،طالبان د روسي لخوا ددوی د حکومت په رسمیت پیژنده زیات خوښ او دا یوه ستره سیاسي بریا بولي .
په دې کې شک نشته چې دا یو بې سارې ګام او لوي پرمختګ دی .
د روسي له دې اقدام به نور هیوادونه هم تقلید وکړي او د طالبانو حکومت به په رسمیت وپیژني طالبان به کرار کرار له سیاسي انزوا بیرون شي.
که څه هم د روسي او طالبانو نزدې کیدل به د امریکا لپاره سخته وې خو روسي په وخت خپل کار وکړ او طالبان یې راخپل کړل .
اوس پوښتنه داده چې روسیه به د امارت سره په رسمي تعامل کې څه ترلاسه کړي ؟
روسیه به په دې کار سره له افغانستانه داحتمالي ورپیښیدونکې خطراتو څخه خوندي شي او که احیانا کوم مشکل راپیدا کیږي له امارت سره به دیوه مسول حکومت په توګه چلند کوې .
دغه راز به روسیه په سیمه کې د امریکا د نفوذ مخنیوي وکړای شي .
روسیه به د مرکزي اسیا د اقتصادي پرمختګ دپاره ډاډه او اساسي ګامونه واخلي، د طالبانو د رسمیت پیژندنې موضوع د مرکزي اسیا دثبات دپاره ډیره مهمه ده په دې سیمه کې به بې اعتمادې او ډار ختم شي د باور فضا به رامنځته شي .
د مرکزي اسیا ګاونډي هیوادونه به یو له بل سره خپلې تجارتي او سیاسي اړیکې لا پیاوړې کړې .
د روسي لخوا د امارت په رسمیت پیژندنېپریکړه ساده او اسانه کار نه دی زیاتې ننګونې او ستونزې لري خو ددې هر څه باوجود روسي د حسن نیت او ښه ګاونډیتوب مظاهره وکړه او ثابته یې کړه چې روسیه په افغانستان کې امن او پرمختګ غواړي .
لیکوال / صافی