ژوند مو مازې په بانه باندې ولاړ دی

مرګ تيار ګوته ماشه باندې ولاړ دی

 

په شبنم او په خوشبو کې ګلاب غرق دی

خپل فطرت ته تماشه باندې ولاړ دی

 

دې سړي ته بايد خپل ظلم ورياد کړو

دا ظالم خپله سايه باندې ولاړ دی

 

يار د خپل حٌسن اسمان نشي ليدلی

لمر د زمکې په کُره باندې ولاړ دی

 

ستا مين ستا د وعدې په سره دوزخ کې

انتظار کې يوه پښه باندې ولاړ دی

 

ايينه ورته تره ده ډېره حيرانه

خپل ښايست ته تماشه باندې ولاړ دی

 

د ژونديو هديرې ته دی راغلی

حيران خپله جنازه باندې ولاړ دی.

محمدحنيف حيران، کابل