کمپيوټر مې چالان کړ، ايمېلونو ته ورغلم، څلور ايمېله ول. درې دفتري او يو هم ناشناخته.
ناشناخته ايمېل مې لومړی وکوت، ليکلي و:
_مرم، د ژوند کيسه مې ليکې؟
ادرس ته مې وکتل، ګډوډ توري ليکل شوي وو. سر مې پسې ونه ګرځاوه، د دفتر ايمېلونه مې ځواب کړل، د مېز پر سر د راډيويي خپرونو پرتومتنونو اصلاح غوښته.
لس بجې وې، په هماغه ادرس بل ايمېل راغی.
_فکر دې وکړ؟
ومې ليکل:
_ته څوک يې ؟
دقيقه ووته. ځواب راغی:
_ ستا دوه_ درې ناولونه مې له انټرنټه راواخيستل. هيله کوم. د چټ پاڼې ته ورشه!
هماغسې مې وکړل.
ويې ليکل:
_سلام
وعليکم. ته څوک يې؟
_ام م م... ضروري ده؟
_هو
_دوه ويشت کلنه يم.
ومې ليکل:
_پوره ځواب نه و.
_ها ها ها...
_ولې خاندې؟
ويې ليکل:
_زما د ژوند کيسه ليکې؟
_نه!
_دوه ويشت کلنه يم.
_دوه ويشت کلنه يې که دوه ويشت کلن؟
_ها ها ها... دومره بې باوره؟
_د باور دليل؟
ځواب يې رانه کړ.
ومې ليکل:
_يو وخت مې له يو چا سره چټ کاوه، ځان يې نجلۍ معرفي کړی و، خو وروسته مې ملګری وخوت، تر اوسه مې ځوروي.
څه يې ونه ليکل.
په کيسه کې يې نه شوم. ګړۍ ته مې وکتل، لس نيمې بجې وې، جلسه مو درلوده. يو نيم ساعت وخت يې ونيو، د کنفرانس له سالونه سيده پورته طعامخانې ته وختم، ماسپښين يوه بجه بېرته کمپيوټر ته کېناستم، څو پرله پسې جملې يې ليکلې وې.
_ د چا چې مرګ نږدې وې، دروغ نه وايي. زما د ژوند کيسه وليکه، هم به موضوع ومومې او هم به دې نورو ته خير ور ورسېږي. که امکان لري، د ټلېفون نومره دي راته ايمېل کړه.
ومې ليکل.
_يې؟
نه وه.
نومره مې ور وليږله.
* * *
تياره وه، په نيازبېک کې د دفتر له موټره کښته شوم، نيازبېک د کابل ښار په لوېديځه څنډه کې پرته سيمه ده، کورونه يې بې نقشې دي، تنګې کوڅې لري، زه هم همدلته په يوه کرايي کور کې اوسم.
دا تنګې کوڅې په ژمي کې د تګ وړ نه وي، بس! د دواړو خواوو د بامونو واورې کوڅو ته رالوېږي، هغوی چې موټر لري، موټر يې سلامت درې مياشتي په کورونو کې ولاړ وي.
برق نه و، په توره شپه کې روان وم، خو له بامونو رالوېدلو واورو دومره رڼا کوله چې پل سم ځای کېږدم.
د کوڅې په سر کې نانوايي ته ور وګرځېدم. يوه ډوډۍ مې راواخيسته، بس وه، ماشومان کلي ته تللي ول.
په کوڅه کې راتاو شوم، تلېفون وشرنګېد، له جېبه مې راويست، سکرين شنه لمبه کوله، نومرې ته مې وکتل، خارجي وه. غوږ ته مې ور ووړ:
_هلو!
ښځينه غږ راغی.
_اوس دي باور وکړ؟
ومې پوښتل:
_وبښه! څوک ياست؟.
د خندا غږ مې په غوږ ننوت، ويې ټوخل، ويې ويل:
_ته هېرجن يې. فکر نه کوم چې زما د ژوند کيسه په سمه توګه ولېکې.
ومې خندل:
_ ته خو په رښتيا هم نجلۍ يې.
په خندا کې يې وويل:
_اوس خو دې باور راغی؟
_ تر دې لوی ثبوت!
_بس نو، شک دې له زړه ليرې که، دروغ نه درته وايم.
غلی شوم، د ځواب له پاره په مناسبه جمله پسې ګرځېدم.
ويې ويل:
_په ټلېفون کې غژهاری دی.
_کورته روان يم، په کلکه واوره خيژم. کابل مې هيڅوخت داسې سپين نه و ليدلی.
ويې ويل:
_دلته هم د واورې کمی نشته.
پوښتنه مې وکړه:
_ چېرته؟
_په ايټاليا کې.
د کور دروازې ته ودرېدم، ډوډۍ مې تر څنګلې لاندې کړه، جېب ته مې لاس کړ، کيلي په ماتو پيسو کې ورکه وه.
مقابل لورې وويل:
_هلو، زما خبرې اورې؟
_هو
_نو ولې غلی شوې.
کيلي مې په کولپ کې تاو کړه.
ويې ويل:
_دروازه نه خلاصېده؟
خندا راغله:
_سمه جادوګره يې.
_نه، ما د دروازې غږ واورېد.
ټلېفون قطع شو.
کوټې ته لاړم، برق راغلی و. د بخارۍ تر څنګ سهارنۍ ناولې پياله او ترموز ايښي ول.
اه! په ژوند کې مې د لوښو له مينځلو ورټ ( کرکه ) کيږي.
کوټې ته مې وکتل، غالۍ پاکه وه، جارو يې نه غوښته.
لومړی مې تلويزيون ولګاوه. اووه بجې وې، په خبرونو کې يې مظاهرې ښودلې، ويل يې چې په بګرام کې د قرآن شريف د سوځېدو په غبرګون، خلک کوڅو ته راوتلي وو. په تصوير کې د کرزي او امريکا پر ضد شعارونه ورکول کېدل، د سړک پر غاړه څو واړه موټر په سرو لمبو کې پټ ول.
بخارۍ راپه زړه شوه، لرګي مې راوړل، لس دقيقې وروسته د کوټې لويو ښيښو مړه خوله ونيوله.
د دېګ غم مې نه درلود، بس، بيګانۍ قورمه پاتې وه. جامې مې بدلې کړې او د بخارۍ تر څنګ اوږد وغځېدم.
خوند ېي کاوه، د لرګو د سوځېدو ټکا خته، د بخارۍ يوه خوا سره وه.
ټلېفون راغی، هماغه نومره وه. ويې ويل:
_وبښه، پيسې خلاصې شوې.
ومې ويل:
_زه ډېر ګشنه يم؟
ويې خندل:
_ولي.
_هيڅ! ما ټلېفون درته ونه کړ.
په خندا کې يې ټوخی ګډ شو، ښه شېبه يې وټوخل، بېرته يې وخندل:
_نه، داسې نه ده.
ومې ويل:
_دورواغ نه درته وايم، پرون مې نيمه کيلو غوښه راوړې وه، دوه وخته مې کړه.
خندا يې زور ونيو، له خندا سره يې بل ښځينه غږ هم ګډ شو، خو روښانه نه راته.
ومې ويل:
_دا څوک ده؟
_نرسه. وايي چې ډېرې خبرې مه کوه، صحت ته دي تاوان لري.
ومې پوښتل:
_ته په ايټالوي پوهېږې؟
_نه، خو د هغې ماته ګوډه انګليسي زده ده .
ومې ويل:
_څه ناروغي لرې؟
غلې وه، د امبولانس نری غږ راته، بيا يې يودم وخندل:
_ بيړه دې ده؟
خبره مې واړوله:
_مصرف درباندې راځې.
ځواب مې وانه ورېد.
ومې ويل:
_هلو.
_اورم.
خو په دې ټکي کې مې غريو احساس کړ.
يودم يې وخندل:
_هې! په مصرف پسې يې مه ګرځه. لس زره ډالره راسره دي، چې کاغذي طيارې هم ترې جوړوم، په يوې مياشتې کې يې نه شم خلاصولی.
زړه نازړه مې وويل:
_ولې! مور، پلار، کورنۍ؟
ويې خندل، خو خندا يې ترخه وه. ويې ويل:
_څلور مياشتې مخکې مې هرڅه درلودل، خو اوس هېڅ هم نشته.
غلې شوه، خو ما يې د ژړا غږ تر ډېره اورېده.
ټلېفون قطع شو.
ماخستن تر ناوخته خوب نه راته، د نجلۍ خبرې رښتيا راته واېسېدې، ذهن مې پوښتنو نيولی و.
* * *
اندېښنه مې وه. دفتر ته له رسېدو سره سم مې کمپيوټر روښانه کړ، يواځې دفتري ايمېلونه راغلي ول. بس! اته بجې بله جلسه وه.
ورغلم، له همکارانو سره د راډيويي خپرونو په اړه وغږېدم، خو زړه مې کمپيوټر ته راختلی و، ما ډېرې پوښتنې درلودې.
لس بجې خپلې شعبې ته راغلم، پر مېز څو کاغذونه پراته ول، اصلاح يې غوښته.
اه! راډيو د اوبو د ژرندې غوندي ده، څلرويشت ساعته چالانه وي، په تېره بيا د نړېوالو راډيو ګانو کار ډېر دقت غواړي. وړه تېروتنه هم د منلو وړ نه ده، خو بيا مې هم په منډه د ايمېل پاڼه راواړوله، څه نه وو راغلي، کاغذونه مې راواخيستل، پوره دوه ساعته وخت يې وغوښت.
غرمه شوه، همکاران ډوډۍ ته لاړل، خو زه کمپيوټر ته کېناستم. په بيړه مې وليکل:
_نه يې! لکه چې پښېمانه شوې؟
درې بجې ځواب راغی.
_وبښه. معايناتو ته تللې وم، بس! ژوند ته مې تمه نشته، خو دوی مې نه پرېږدي.
ورځ تېره شوه، ماخستن مې تر يوه وخته يو ناول ولوست، خو فکر مې سره راټول نه و. اخير مې زړه طاقت ونه کړ، نومره مې پيداکړه. زنګ ورغی، خو ځواب مې وانه ورېد.
ښه شېبه ووته، زنګ راغی، ټلېفون مې غوږ ته ونيو.
_هلو
ويې ويل:
_وبښه، پوليس راغلي ول.
حيران شوم:
_ولې؟
_بس، ځينې پوښتنې يې رانه کولې، هو رښتيا، يوه هېله!
_وايه.
_ګوره!
په خبره کې ور ولوېدم
_درته ومې کتل.
له خندا شنه شوه:
_ نو څنګه درته ښکارم؟
ومې ويل:
_کږې سترګې، يوه لويشت پزه او د چونګښې غوندې غټه، اوږده خوله.
خندا يې زور ونيو، ويې ټوخل، په ټوخي کې يې وويل:
_نه، دومره هم بدرنګه نه يم، خوله مې وړه ده، سترګې غټې، وېښته مې ګڼ او پيچلي، ږمنځ پکې بنديږي، بس، يواځې له رنګه، يو څه توره يم.
ومې ويل:
_ښه! هيله دې ياده کړه!
ويې خندل:
_هو! ته ټلېفون مه راته کوه. سمه ده؟
خندا راغله:
_ولې؟
_هسې، مصرف درباندې راځي.
په خبره کې يې ور ولوېدم:
_ وږی درته ښکاره شوم؟
ويې خندل:
_هيله کوم، زما هدف دا نه و، ته زما د ژوند کيسه ليکې، نو ټلېفون هم بايد زه درته وکړم.
ومې ويل:
_خو زه هم په موضوع پسې ګرځم.
ويې خندل:
_که مې دا خبره ونه منې، کيسه نه شته. .
_سمه ده صيب.
خندا يې زور ونيو:
_مننه صيب.
ټوخي واخيسته، تر ډېره يې وټوخل، بيا يې اوږده ساه تېره کړه، په زحمت يې وويل:
_يوه دقيقه.
درب شو، له غږ څخه پوه شوم چې ټلېفون يې پر يوه کلک شي کېښود، مېز يا کوم بل څه.
ټيټ غږ مې واورېد، واضح نه راته، خو نارېنه غږ و، کله کله به د ښځې آواز هم ورسره ګډ شو. ښه شېبه ووته، بيا مې په غوږ کې کړپ شو، مقابل لوري وويل:
_ښه ، نور؟
ومې پوښتل:
_ له چا سره خو دې تر څڼو ونه نېول؟
له خندا شنه شوه:
_نه، خو نرسه يې يوه روپۍ کړه.
_ولې؟
_هيڅ! د روغتون مشر نرسې ته په غوسه و، ويل يې چې پوليس يې ولې زما کوټې ته راپرېښي ول.
ومې ويل:
_نو پوليس څه وايي؟
_هيڅ! له مانه يې دوې، درې پوښتنې وکړې، خو ډاکټر وايي، دوی دا حق نه لري چې له داسې سختو ناروغانو پوښتنې وکړې. نظر يې دا دی چې ډېرې خبرې درته ښې نه دي.
ومې ويل:
_ په رښتيا هم ډېره نه غږېږې.
له خندا شنه شوه:
_نو زه ډېرې خبرې کوم؟
_نه، يواځې لس دقيقې په ټلېفون کې راسره وغږېدې.
خندا يې زور ونيو:
_ پوهېږې! دلته داسې څوک نه شته چې زړه ورته تش کړم. دا زوی مړي دومره نه غږېږي.
په خبرو کې يې ور ولوېدم:
_زوی مړي؟ :
_هو! ولې؟
_دا خو ډېر کليوال ټکی دی.
له خندا شنه شوه:
_هی! ما په کلي کې ژوند کړی.
ومې ويل:
_خو ته په انګليسي هم پوهېږې.
په خبره کې راولوېده:
_دومره بېسواده مې هم مه ګڼه، ادبيات مې لوستې دي.
ومې پوښتل:
_چېرته؟
_په کابل پوهنتون کې.
غلی شوم.
ويې ويل:
_ګوره!
په خبره کې يې ور ولوېدم.
_درته ومې کتل.
له خندا شنه شوه.
_ګوره! پوهېږم چې ذهن به دې له پوښتنو ډک وي، زه کولای شم چې د ژوند ټوله کيسه په دوو ټکو کې درته خلاصه کړم، خو له دوو ټکو ناول نه ليکل کيږي.
ومې ويل:
_سم وايې صيب.
_نو ته يې دروغ بولې؟
_نه، خو يوه خبره ده، مابه ټلېفون غوږ ته نيولې وې، که به ستا کيسه ليکم؟
ويې خندل:
_ام م م ... سمه ده.
غلی شوه.
ومې ويل:
_اورې؟
ويې خندل:
_فکر ته مې پرېږده!
يوه شېبه غلې وه، بيا يې وويل:
_چټ ښه نه دی؟
_نه، پردۍ مزدوري مه راباندې دروه. په کور کې هم انټرنيټ نه لرم.
_سمه ده، زه به يو بل فکر وکم. ښه، په کابل کې هوا څنګه ده؟
ښيښې ته مې لاس ور وغځاوه، غروی مې پرې تېر کړ، د انګړ د دروازې پر سر ژېړ ګروپ ته د واورې لوی بڅرکي ور روان ول.
ومې ويل:
_واوره اوري.
ځواب مې وانه ورېد.
* * *
په سبا يې ټوله ورځ مصروفه وم، بس! دفتر ته يې نوي کسان نيول، د انتخاب واک، ما او زما يوه بل همکار ته راکړل شوی و. تر ماښامه مو له هغو کسانو سره خبرې وکړې، چې د کار د موندلو له پاره راغلي ول، ټول څلويښت کسه وو، يو، يو مو راوغوښت، پوښتنې مو ترې وکړې، په پای کې مو لس تنه ترې راويستل، دوی ته مو بايد درې ورځې ورکشاپ نيولی وای، ځکه دفتر يواځې څلورو کسانو ته ضرورت درلود. داسې کسان چې د راډيويې خپرونو جوړولو ته جوړ وي.
ورځ تېره شوه، خوما دومره وخت ونه موند چې ايمېلونه وګورم.
لاره بنده وه، ناوخته له موټره کښته شوم، دوې هګۍ، څو رومي بانجان او وچه ډوډۍ مې راواخيستل، يخني وه، سترګو مې اوښکې کولې.
برق نه و، د ګاز په ډبه پورې تړلې جالۍ لوېدلې وه، دوکان ته تګ د زړه زور غوښت.
بخارۍ مې د ټلېفون رڼا ته ولګوله، جامې مې بدلې کړې، په توره شپه کې د برق د راتلو په تمه اوږد وغځېدم، خو تيارې خوند رانه کړ، غيرت راته ودرېد، د کوټ په لستوڼو کې مې لاسونه ننه ايستل او د باندې ووتم.
سوړ باد چلېده، پورته راڼه ستوري ځلېدل. دوکان ته ودرېدم، شمه بله وه، بېسېکه رڼا يې پر ژېړې تلې سپينې ليکې جوړې کړې وې.
بنډل جالۍ مې راوخيستې، کور ته راغلم، شېبه وروسته د کوټې پر سره پرده ژېړه رڼا ولګېده.
وږی وم، هګۍ مې پخې کړې، خو رومي بانجانو يې خوند خراب کړی و، يخ وهلي ول.
د کړايي مينځل مې د برق راتګ ته پرېښوده. بخارۍ ته نږدې اوږد وغځېدم، زړه مې نيولی و، کتاب مې راواخيست، وچې خبرې وې، ښه کوه، بد مه کوه.
له ټلېفون څخه شنه رڼا پورته شوه. مسيج و، يوه ملګري مې ليکلي و:
_مزې دي وکړې. ها ها ها...
خو زه نه پوهېدم چې ما څه مزې کړې وې.
ورته ومې ليکل:
_نه، مزې مې نه دې کړې، ها ها ها...
ټلېفون مې کېښود، خو شنه رڼا يې نه ورکېده، ورته ومې کتل، مسکال راغلی و، د نجلۍ نومره وه، زنګ مې ورته وواهه، خو ځواب يې نه راکاوه.
پينځه دقيقې وروسته مې بيا د ټلېفون پر شنه تکمه ګوته ټينګه کړه، لنډ يې وويل.
_وروسته ټلېفون درته کوم.
برق راغی، تلويزيون مې ولګاوه، په يوه چينل کې امريکايي فلم و. رينګ اف لارډ. زما د خوښي فلم. څو ځله مې ليدلی و، خو زړه يې نه را واهه، له لوړ تخيل، تصوير او قوي ليکنې څخه مې يې خوند اخيست.
پام مې غلط و، ټلېفون راغی، هماغه نومره وه.
ويې ويل:
_وبښه، زندان ته تللی وم.
حيران شوم.
_هلته دي څه کول؟
_د پلار لېدو ته.
_پلار دې بندي دی؟
سوړ اسويلی يې ويست.
_هو! پنځلس کاله بند ورباندې ختلی.
يودم غريو واخيسته، په ژړا کې يې وويل:
_پوهېږې! زه يې سمه نه پيژندلم.
غلې شوه.
ومې پوښتل:
_ولې؟
په غريو کې يې وويل:
_نو څه وخت به زما کيسه ليکې؟
_په ټلېفون کې نه کيږي.
_بس! سبا ته دې ايمېل وګوره.
ومې ويل:
_ستا نوم؟
مريم.
يوه شېبه غلی شوه، بيا يې په مړاوي غږ وويل:
_ستړې يم، ډېره ستړې، وېريږم چې کيسه به مې بشپړه نه شي.
بل ښځينه غږ مې واورېد. غږ نږدې و، مريم يې په ماته ګوډه انګليسي پوهوله چې د دوا د خوړلو وخت دی.
مريم وويل:
_اورې؟
_هو
_نرسه ده، وايي چې دوا وخوره.
يودم يې وخندل، خو خندا يې جړه وه، غريو پکې ګډ و، ويې ويل:
_پوهېږې! دا شنې سترګې باور نه راباندي لرې، تر هغو به دلته ولاړه وي، تر څو چې پينځه ترخې ګولۍ تر ستونې تېرې نه کړم. ګرمه نه ده، ګولۍ يې په کثافت دانۍ کې موندلې وې. ښه نو، سبا ماخستن ټلېفون درته کوم، خو ايمېل دې هېر نه شي، ويې ګوره، ښه شپه.
* * *
سهار مې په بېړه کمپيوټر چالان کړ، خو د مريم ايمېل نه و راغلی، اته بجې ورکشاپ شروع شو، د نويو راغليو کسانو وړتيا مو مالوموله، ځينې يې ښه ول، فکر يې درلود.
رخصتۍ ته لس دقيقې پاتې وې چې کمپپوټر ته کېناستم، مريم ايمېل رالېږلی و، لنډه جمله يې ليکلې وه.
_سلام! خبرې مې په غږ کې درولېږلې.
خبرې مې په فلش کې راواخيستې، د دفتر له موټره په کوټې سنګي کې کښته شوم، هوټل ته ور وګرځېدم، يو خوراک کباب يې په اخبار کې راته تاو کړ، يو څو مالټې مې هم په پلاستيکي کڅوړه کې واچولې.
کور ته ناوخته راغلم، برق و، لومړی مې بخارۍ ولګوله، بيا کمپيوټر ته کېناستم، د رالېږلو خبرو وخت مې وکوت، څه کم، لس دقيقې وې.
د مريم غږ مړاوی و:
_سلام! پوهېږم چې ډېر بوخت يې، خو بيا دې هم زما خبره ومنله، د يو داسې چا خبره چې مرګ يې لنډ دی. مننه.
شايد زما په خبرو کې اضافي ټکي ډېر وي، په خپله پوهېږې، يواځې د کار ټکي ترې درواخله. تا رښتيا ويل، کيسه اوږده ده، په ټلېفون کې نه ويل کيږې، بس! همدا يې ښه لاره ده. زه به په ايمېل کې خپلې خبرې درلېږم. کېدای شي ځينې پوښتنې ولرې، خو ما فکر کړی دی، هر ماخستن به ټلېفون هم درته کوم، که دې څه ويل، په ټلېفون کې پوښتلی شې.
ټوخي واخيسته، يو سوړ اسويلی يې ويست، ويې ويل:
بښنه غواړم. د خپلې کورنۍ د غړو او کلي نوم نه شم درته اخيستلای، کتاب هرڅوک لولي، کېدای شي چې کوم شناخته پرې برابر شي، نه غواړم چې په کلي کې مې يواځينۍ مشره خور، د خپلې کورنۍ په کيسه پوه شې او نور پيغور ورکړي.
بس! څه درته ووايم، خوشاله ژوند مو درلود، خو هر څه له مينځه لاړل، هرڅه، ټول زما له لاسه.
مريم غلی شوه، وروسته غريو واخيسته، په تيټ غږ يې وژړل، په غريو کې يې وويل:
_اه! وبښه، خپل ځان نه شم کنټرولولی.
يو نارينه غږ مې واورېد، غږ رانږدې شو، په ماته ګوډه انګليسي يې وويل:
_ښه يې؟
مريم ځواب ورکړ:
_هو
سړي وويل:
_پوهېږې، ژړا دې صحت ته تاوان لري.
چوپه چوپتيا شوه، شېبه وروسته مې د قدمونو د لېرې کېدو غږ واورېد.
مريم په غريو کې وويل:
_ نه مې ژړا ته پرېږدي او نه هم خندا ته.
يوه شېبه غلې شوه، بيا يې خپله خبره پسې وغځوله:
_ بس! دا يو کوچينی دولتي روغتون دی، ډاکټران يې ښه خلک دي، ځينې يې په ماته ګوډه انګليسي پوهيږي، پام راباندې کوي، نه پوهېږم، يابه يې زړه راباندې سوځي. دلته يوه زړه نرسه ده، لوسي نوميږي.
پوهېږې! زه کله کله وينه راګرځوم، خو د لوسي ورټ نه رانه کيږي، په بيړه خوله او غاړه راپاکه کړي.
لوسي په اصل کې د بوسنيا ده، هلته په نويمو کلونو کې جګړه وه، خاوند يې په خپل کور کې ولګېد، دې ايټاليا ته پنا راوړه، په خپله وايي چې له تېرو اتلسو کالونو راهيسي په همدې روغتون کې کار کوي.
زه له روغتونه دومره نه وځم، اجازه هم نه راکوې، لوسي وايي چې ډېره ګرځېدا درته ښه نه ده. ټوله ورځ په همدې کوټه کې پرته يم، هرې خواته سپينې کاشي دي، پاکې، مخ پکې ښکاري، د چت په ژېړ ګرد ګروپ، د لمر مينه ماتوم.
بس! کله کله د روغتون انګړ ته وځم، خو خوند نه راکوي، اسمان تل ورېځ وي، هر څه بې روحه ښکاري ، يواځې د ناجو ولاړې کتار ونې ژوندۍ راته ايسي.
په دهلېز کې درې پايې کمپيوټرونه شته، پخوا ډېره ورتلم، پښتو سايټونه به مې کتل، پام مې غلط و، خو اوس مې سېکه ختلې ده، ډېره نه شم کېناستلی.
مريم ټوخي واخيسته، يودم يې وخندل، ويې ويل:
_اه! وبښه، لکه چې بلې خواته ولاړم.
لنډه شېبه غلې وه، بيا يې وويل:
_څو کاله مخکې له خپلې کورنۍ سره کلي ته لاړم، پلار مې خټګر راوغوښت، په زړو کوټو يې لاس وواهه، ويل يې چې کله کله به د مکتب په رخصتيو کې ورته راځو.
يو مازديګر مې پلار را نارې کړې، په خوند يې وويل:
_خزانه مې پيدا کړه!
ورغلم، ده د وره له يوه زاړه چوکاټه خاورې پاکولې.
پلار مې وخندل:
_دا وينې؟
ور نږدې شوم. د لرګي پر پاسنۍ برخه يو څه کېندل شوي و، ځيره شوم، ليکلي يې وو.
مريم
١٣٦٨ هجري، شمسي کال، د حمل اتمه
دا زما د زېږېدو نيټه وه.
مريم غلې شوه، يو سوړ اسويلی يې ويست، ورو يې وويل:
_ښکلې ورځې وې، خندل به مې، د کلي له نجونو سره به ګودر ته تلم، خو خوشالي لنډه وي، تربرونه رامخته شول، پلار مې يې د کوټو جوړولو ته نه پرېښوده، ويل يې چې ګډ ميراث دی، ټول حق پکې لرو.
پلار مې له بدو لېرې سړی و، د دعوو حوصله يې نه لرله، زړه يې مات شو، د کوټو کار يې په نيمايي کې پرېښود، بېرته ښار ته راغلو او بيا مو هيڅوخت کلی ونه ليد.
موږ د کابل په خيرخانه کې اوسېدو، کوچينۍ کورنۍ وه، څلور نفره. مور، پلار، وړوکی ورور او زه، مشره خور مې په کلي کې واده ده، نه غواړم چې د هغې په اړه نور څه ووايم. بس، هوښياره ده، د خسرګنۍ زړونه يې ساتلي دي.
پلار مې لوستی سړی و، خندا يې ډېره وه، ابا مو باله .
مريم وټوخل، ويې ويل:
_پلار مې په ځوانۍ کې صاحب منصب و، خو د تنظيمي جګړو او طالبانو په وخت کې يې ازاد کاروبار کاوه، ده به له پاکستانه وړه راوړل او د کابل په منډه ي