هر يو تن يې په ليدلو شکمن ښکاري
په دې ټولو ايينو کې يو تن ښکاري

ځينې فکر تر عمل وړاندې ثابت شي
په نرۍ جامو کې ننه بدن ښکاري

ما له مرګه سره خپله جوړه وکړه
روح مې بيا ولې وجود کې ډارن ښکاري

ځينې ځينې عقيدې بغاوتي وي
ځينو ځينو ته يزدان اهريمن ښکاري

نه پوهيږو،اقتدا چا پسې وکړو؟
اې ولسه! کوم رهبر درته ژمن ښکاري؟

چې خپل زړه يې لا پخپل واک کې ساتلی
دا سړی راته په خپل ځان مين ښکاري

دا په لر او بر وېشل مې نه خوښيږي
په والله راته د يوې مور زامن ښکاري

ستړی ستړی او خولې وجود يې پرېږده
مسافرو ته هر څه کې وطن ښکاري

هغه ناز کړي او زه بل مطلب ترې اخلم
برناحقه راته يار کبرجن ښکاري

څنګه ګرځې په ګلونو کې حيرانه؟
په ازغيو کې دې بنده لمن ښکاري.
۹۲- ۰۶-۲۶ کابل.