له خپله ځانه مې د تېښتې تجربه ونکړه
چرې مې هم له خپل ارمانه سره شپه ونکړه

نن دې د سترګو په خمار باندې ونه وژلم
تا په لومړي ځل د خپل فن مظاهره ونکړه

په سفر تلم، ځان مې واژه، تاته مې ژوند راوړلو
زړه مې غوښتل، مور مې ژړل، پلار اجازه ونکړه

ستا د ښکلا تعظيم په خپل ځای، خو په دې خوشال يم
چې خدای مې نه وې او ما هم درته سجده ونکړه

ښايي چې نن يې چا سندرې وې وژلي ورته
نن يې له ځانه سره ورو ورور زمزمه ونکړه

تا که زما په هېرولو باندې وس تمام کړو
ما هم دا ستا په يادولو هيڅ صرفه ونکړه

هر چا د ځان مړی راوړی هديرې پورې و
واړه ژوندي وو، مونږ د هيچا جنازه ونکړه

دا بې رُخي وه او که زړه يې شو نری حيرانه
چې کله تله، نو راسره يې مخه ښه ونکړه.

ډاکټرمحمدحنيف حيران، کابل