د حادثاتو له توپانه بهر لاره نشته
زمکه شوه تنګه له دنيا نه بهر لاره نشته
ستا له راتلو وروسته مې ټولې هغه وتړلې
زما له زړه نه اوس جانانه، بهر لاره نشته
تا د خپل ذات په پوښ کې خپله ځان بندي ساتلو
څنګه راوزې ترې انسانه، بهر لاره نشته
زه دې ګټم، خو زه پخپله هم بندي يم ګلې
د رواجونو له زندانه ، بهر لاره نشته
د وحشتونو دا نړۍ به مې پخوا پرېښې وه
خو لامکان ته له مکانه بهر لاره نشته
دا مذبذبه مسلمان يې بيا هم لټه کې دی
که له حديث او له قرانه بهر لاره نشته
زما خودي دوی د غرور په مانا ولې اخلي؟
ماته په دې ځای کې له ځانه بهر لاره نشته
اوس چې هر لورته ځې ګرجې او بوتکدې به ګورې
له میکدو څخه حیرانه بهر لاره نه شته.