نور شوم ستړی په ولاړې، په باران ک
نن مې ډېرې اوښکې لاړې په باران کې

په طبيعت به مو احسان د نزاکت  وي

ځه چې ورکړو سره غاړې په باران کې

 

د لېمو بام مې له نمه واړه کېناست

ته چې کومه شېبه لاړې په باران کې

 

ماخو ته له خدايه وغوښتې جانانه
ته به څه له خدايه غواړې په باران کې

 

بيا دې څوک په زړه راووريد حېرانه
وايه بيا چا پسې ژاړې په باران کې.

محمدحنيف حيران