شرافت اوس د بې وسه خلکو کار دی
اوس نو خير ته که شر ته سړی لاړشي
ښايي هغه به هم ولړي په وينو
که د ژوند لپاره لمر ته سړی لاړ شي
نو د چا خلاف جهاد ورته پکار دی
که په دې وخت کې سنګر ته سړی لاړ شي؟
هر وګړی، هر منظر يې نا اشنا شو
اوس نو څنګه پېښور ته سړی لاړ شي
په خپل زړه دې اړولي دي حيرانه
يوه ورځ چرته چکر ته سړی لاړ شي.
محمدحنيف حیران، کابل
۱۲-۰۷-۱۳۹۱
25.08.2012
- محمدحنيف حيران
چې دې مړ نشم له غمه پکار نه دهستا له سترګو نوره تمه پکار نه دهراځئ! تېر مونځونه بيا له سره وکړودې فاسق پسې خو جمعه پکار نه دهدا ګلان راڅخه وينې د زړه غواړيښيرازي يې له شبنمه پکار نه دهولې مړ نشي سړی په دلداری کېزندګي دومره بې غمه پکار نه دهد ښکلا تعظيم دې هر چا لره بويهخو سجده درته صنمه پکار نه دهلويه خدايه! عمر خير دی که مې کم وي...
04.04.2013
- محمدحنيف حيران
نور شوم ستړی په ولاړې، په باران کنن مې ډېرې اوښکې لاړې په باران کې
په طبيعت به مو احسان د نزاکت وي
ځه چې ورکړو سره غاړې په باران کې
د لېمو بام مې له نمه واړه کېناست
ته چې کومه شېبه لاړې په باران کې
ماخو ته له خدايه وغوښتې جانانه ته به څه له خدايه غواړې په باران کې
بيا دې څوک په زړه راووريد حېرانه وايه بيا چا پسې ژاړې په باران کې. محمدحنيف حيران...