چې دې مړ نشم له غمه پکار نه ده
ستا له سترګو نوره تمه پکار نه ده
راځئ! تېر مونځونه بيا له سره وکړو
دې فاسق پسې خو جمعه پکار نه ده
دا ګلان راڅخه وينې د زړه غواړي
ښيرازي يې له شبنمه پکار نه ده
ولې مړ نشي سړی په دلداری کې
زندګي دومره بې غمه پکار نه ده
د ښکلا تعظيم دې هر چا لره بويه
خو سجده درته صنمه پکار نه ده
لويه خدايه! عمر خير دی که مې کم وي
خو په ژوند مې مينه کمه پکار نه ده
دا وطن نور آزادي غواړي حيرانه
په دې لار کې نوره دمه پکار نه ده.
محمدحنيف حيران.
۱۳۹۱-۰۵-۲۹ دکمکي اختر ورځ، کابل
25.06.2012
- محمدحنيف حيران
نن مې خپل زړه له سينې ځنې وتلیشين توتي دی له پنجرې ځنې وتلیشوخ نظر دې له چتې ځنی وتلیلکه غشی له ليندې ځنې وتلیلېونۍ! د نورو سترګې ولې وخورېخپل نظر خو دې ولقې ځنې وتلیخواږه شات يې اننګيو کې راټول ديد ګلونو له شيرې ځنې وتلیيو سړي يم له خپل زړه ځنې اېستلیيو سړی مې حافظې ځنې وتلیتر ابده به مې ستا نامه په خوله ويپه ازل کې مې له خولې ځنې وتلی....
03.10.2012
- محمدحنيف حيران
شرافت اوس د بې وسه خلکو کار دیاوس نو خير ته که شر ته سړی لاړشيښايي هغه به هم ولړي په وينوکه د ژوند لپاره لمر ته سړی لاړ شينو د چا خلاف جهاد ورته پکار دیکه په دې وخت کې سنګر ته سړی لاړ شي؟هر وګړی، هر منظر يې نا اشنا شواوس نو څنګه پېښور ته سړی لاړ شيپه خپل زړه دې اړولي دي حيرانهيوه ورځ چرته چکر ته سړی لاړ شي.محمدحنيف حیران، کابل...