نن مې خپل زړه له سينې ځنې وتلی
شين توتي دی له پنجرې ځنې وتلی

شوخ نظر دې له چتې ځنی وتلی
لکه غشی له ليندې ځنې وتلی

لېونۍ! د نورو سترګې ولې وخورې
خپل نظر خو دې ولقې ځنې وتلی

خواږه شات يې اننګيو کې راټول دي
د ګلونو له شيرې ځنې وتلی

يو سړي يم له خپل زړه ځنې اېستلی
يو سړی مې حافظې ځنې وتلی

تر ابده به مې ستا نامه په خوله وي
په ازل کې مې له خولې ځنې وتلی.

۱۸ مارچ  ۲۰۱۲ م ، نوی ډيلی تلک نګر