محمدحنيف حيران

Profile Photo

نوم مې محمدحنيف او تخلص مې حيران د پکتيا ولايت د سېدکرم ولسوالي اوسېدونکی، له منځني طب څخه په پېښور کې فارغ شوی يم، همدارنګه د ادب د مبارکې مدرسې يو کوچنی چڼي هم يم او اووکتابونه مې دوه يې شعري ټولګې، يو د ټپيزو کتاب،درې ژباړې او يو فولکلوريک اثر دې، کښلي دي.

شــــــــعرونـــــــــــــــــه


نوی غزل: محمدحنيف حيران.

ځان راته ښکاري بې ايمانه غوندېوشوې مودې يم بې جانانه غوندېياران مې ډېر کړې، خدايه ډېر يې مکړېدا ځينې ځينې بې وجدانه غوندېظالمې نه به راتلې، اوس چې راغلېنو بېرته ولې يې روانه غوندې؟د جدايي په مرګ مې ولې وژنېبل راته وګوره اسانه غوندېخدای خبر ځان به مې اوس څنګه موممستا له تلو وروسته يم بې ځانه غوندېستا خاموشي بلا خبرې لريته د ګلونو ترجمانه غوندې**په تش ديدن باندې رغ

28.12.2011 محمدحنيف حيران

نوی غزل: محمدحنيف حيران

اوس مې دې نوم او ياد سوچه له حافظې وتليدا غشي بېرته نه راګرځي له لېندې وتليچې نه يې ذهن، نه يې فکر او نه زړه زخمي ويدلته به څوک داسې سالم وي له جګړې وتلي؟د مينې کار کې به په دې کيسو سر نه خوږووکلی خو خود وايي چې مونږ يو له چتې وتليخدايه! پخپل ژوند دې دا ووينم او ودې وايمشکر وګړي د هيواد مې له تنګسې وتلينه يې  خدای پاک، نه يې ياري نه دلداري په نصيبدا ځينې ځينې هم له دې هم له ه

26.12.2011 محمدحنيف حيران

د کاروان صاحب يو تازه او په زړه پورې غزل

لوبه د لفظونو ده خو لوبه هم احساس غواړيمسته شاعري د زړه غورځنګ د زړه بړاس غواړيدا د کربلا مړاوی بلبل په اوبو هم پايينه چې تل به وینې د حسين او د عباس غواړيته چې د خپل فکر په رستم باندې بری ګټېدا درنه د خيال سور لوغړن ګلابي آس غواړييه کاروانه پريږده، د لفظونو کارغان مه ولهپېغله د غزل درنه د شنه طاووس لباس غواړي.

19.12.2011 محمدحنيف حيران

غزل: محمدحنيف حيران

څوک چې د مور سيوری په سر نه لريهغوی بينا وي، خو نظر نه لريستورو! رڼا به لږ په پور رانکړئ؟زمونږه خپله زمکه لمر نه لريزړه رانه يوسي خوايسار يې نه کړيسترګې يې اوس هسې اثر نه لريزمونږ ولس عاشورې ډيرې نمانځيزمونږ ولس بيخي اختر نه لريښکليه راځه، راځه دننه راځهزمونږ د زړونو کلا ور نه لريبې له يو بله زه او ته نيمګړيلکه کابل چې پېښور نه لريله مودو وروسته راستون شوی ځانته

22.10.2011 محمدحنيف حيران

د غزل څو بيتونه: محمدحنيف حيران

دا زړه ته درسره که، مانه لاره کې ورکيږي چې ځان ته څوک ډېر ګوري په هنداره کې ورکيږي راځه په زړه دې څه دي، چې ښه زړونه سره تش کړو دا مار که باندې مړ نه کړو، په باره کې ورکيږي چې اړ نه يم، په ځار او په قربان باندې مې نمانځي چې اړ شم، نو ياران مې په ايساره کې ورکيږي

20.10.2011 محمدحنيف حيران

رفيق مهران: د رمز په ژبه

جنابه نوم دې پر رمزونو ليکم يارمې يې ځکه دې په زړه کې ساتم له ځانه زه ډېرغټ انځورګرجوړوم نوم به دې دومره په هنرجوړوم دګل تنکۍ لښته به تاو راتاو کړم ترې جوړوم اسم اعظم توری داستا د

20.10.2011 محمدحنيف حيران

زمانه: محمدحنيف حيران

ته زمانه ولې په کاڼو ولې؟ته شکايت له خپل تقدير ولې کړې؟په خپل نصيب باندې تل وير ولې کړې؟ته په دې نه پوهيږې؟چې زمانه له ما او تا جوړه دهمونږه په خپل تقدير دنيا جوړه دهمونږه نصيب خپله جوړ کړی داسېځانته موخپله دا سودا جوړه دهته زمانه ولې په کاڼو ولې؟ته شکايت له خپل تقدير ولې کړې؟په خپل نصيب باندې تل وير ولې کړې؟داسې دې نه ده خوښه؟راځه، راځه يوه نوې لوبه وکړو!چ

15.10.2011 محمدحنيف حيران

نوی غزل: محمدحنيف حيران.

هغه، يقين ته دګومان غوندې يېسپوږمۍ! په څه مې د جانان غوندې يې له پېزوينو دې غمزې ډېرې ديظالمه! ته هم د اسمان غوندې يې څنګه دې دا اختیار له ما واخېستو؟څنګه له زړه نه مې روان غوندې يې؟

04.10.2011 محمدحنيف حيران

سولې ته: محمدحنيف حيران

جنګ دې نور ورک شي، سپينه سوله دې له شکه ووځيخدايه! مرمۍ دې د ټوپک له بل ټوپکه ووځي زمونږه خاوره خدايه مونږ ته خپله سره او سپين کړېزمونږ هيواد دې نور د نورو له کومکه ووځي پر زمکه تنګ انسان د بلې زمکې لټه کې دیدرومي سپوږمۍ ته ،ګوندې هلته ورته زمکه ووځي مونږ ه چې خپلې هنري قلمي ګوتې لرو

04.10.2011 محمدحنيف حيران

تورپېکۍ : امرالدين سرحد

  کوچیان تیر شول له کابلهتور پیکۍ به وینم کلهکوچۍ پیغلي مخکې تللېپه نری غږ یې ویلېپښتني خوږي سندرېلکه سپینې مرغلرېکډي راغلې له ذابلهتور پیکۍ به وینم کلهکډي باردی په اوښانواوږد مزل دی دکوچیانودرې څلور واړه جونګیان ديرمه ساتي دری یې سپیان دينه ستړیږي له مزلهتور پیکۍ به وینم کلهپه صورت پښتنه ښکل

04.10.2011 محمدحنيف حيران

نوی غزل: محمدحنيف حيران.

يوې جينۍ باندې مين يملېونۍ باندې مين يمد شپېلۍ وهل مې نه دهپه کوچۍ باندې مين يمکه د مينې په مذهب ويبندګۍ باندې مين يمکليواله مينه غواړمپه ښارۍ باندې مين يمزما واړه واړه لاسونهاوسپوږمۍ باندې مين يمڅه سپرلی سپرلی ځواني دهګل غوټۍ باندې مين يمڅه مې داغ داغ زړګی پوښتېشين خالۍ باندې مين يمسپينه خوله دې سپينه سولهآزادۍ باندې مين يمپېښورۍ راپسې مر

19.09.2011 محمدحنيف حيران

غزل: محمدحنيف حيران

تر ژونده زيات دی، انتظار دومره دید يو نظر په بيه کار دومره  دید مينې پېغلې ته سترګک که وهئ!روح مو ځانونو کې ايسار دومره دیپه رڼا ورځ يې هم وي ستوري پر سرهغه د خپل آسمان واکدار دومره دینږدې دي سترګې ترينه وغورځيږيتوبه! لېمو کې يې خمار دومره دیخدازده که نوم مې تر قيامته واخليزما پرې هسې اعتبار دومره دینه، تر رنجو يې تقدس زيات دیچاويل چې ستا د پښو غبار دومره دی

19.09.2011 محمدحنيف حيران

برخليک: ( ګرانې لور ته ډالۍ ) محمدحنيف حيران

لورې قربان دې شم په خير راغلېستا له زيږون نه يو څو ورځې وړاندېما په ديرش ډزي کې مورړۍ تيره کړههغه شيبه مې هوس د خوشالۍ تيره کړهما مې په خپل يو خوب باور درلودهچې خدای يو زوی وي شازاده راکړیما ويل چې زه به شکرانه ورکومخدای ته به سل رکاته نفل کومیو دوه جاغورې به شينکي آسمان تهد خپل خيالي کلاشنکوف تشوم۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰لورې قربان دې شم په خير راغلېزه مسافر ومه چې ته پي

07.09.2011 محمدحنيف حيران

غزل: محمدحنيف حيران

ګوندې وي چې مې تر پايه پورې مله شېنه د روح په څير چې څو شپې راسره شېله اعمالو دې شيطان هم پناه غواړيد راستۍ ميدان چې راشي پرښته شېله تا پرته مې ژوندون راپورې پېټیته زما له ژونده وخورې مړه خو مه شېله قيامت وروسته مې هم په زړه کې اوسهنه چې ژوند غوندې مې څو ورځې  ميلمه شېزه به هم زرې زرې حواس راټول کړمته به هم تر هغې خپل ځان  ته ستنه شېاوس مې زړه درته په سرو وينوخړوب

27.08.2011 محمدحنيف حيران

زما ملنګ زما فقيره ياره: رفيق مهران

ته په پکتيا کې يې ته نه يې خبر سړه هواکې يې ته نه يې خبر دلته منګس دي ملاريا راغلې

04.08.2011 محمدحنيف حيران

د هميم جلالزي نوی او ښکلی غزل

د وچو شونډو پيکه رنګ په مانا نه پوهېږيهېڅوک ما نه درک کوي هېڅوک په ما نه پوهېږيدوی زندګي ته د رنګونو په نامه ورګوريدوی لا تر اوسه د ګلاب په موسکا نه پوهېږيولې دوه لارې شي يو ځای ولې جلا شي بېرته؟ولې خپل زړه د چا د زړه په درزا نه پوهېږي؟ماته معلومه شوه هر څوک وي په بل چا مکملخو چې سړی نه شي تر کومه تنها نه پوهېږيڅوک په جذباتو کې دننه ځان موندلای نه شيڅوک عنا

03.08.2011 محمدحنيف حيران

غزل: محمدحنيف حيران

د شپې له زوره چې د لمر د سکون ساه وتې دهپه خوب ويده دی او که نه، له پښتون ساه وتې دهمونږه پيريان د سليمان (ع) نه يو چې نه پوهيږومونږ ښه خبر يو چې پاچانه پرون ساه وتې دهڅه جنتونو کې روان يم، دا څه حورې غلمانشکر په خوب کې مې دچا په زنګون ساه وتې دهشپېلۍ يې ماته او رمه يې تر اوو غرو آوښتېخدای خبر څنګه پورې غره کې له شپون ساه وتې دهپاچا په غم د ولس نه دی، ولس هم دغسې

23.07.2011 محمدحنيف حيران

جونګړه:امرالدین سرحد

دامو جونګړه دهستی اوژوندون غم به یې ګالو داموکړی تړونپه دی زانګو کې زنګیدلي یومونږپه خوږه مینه کې لوي شوي یومونږدا خوشالی به ړنګه نکړی بیلتون دامو جونګړه دهستی اوژوندون******خاپوړي مونږد ماشومتوپ پکې کړيمونږله خوشالی منډي په خوب کې کړيمونږورته غواړو سوکالي اوبدلوندامو جونګړه دهستی اوژوندون******دامو پټی پاس می آسمان دی ښکلیله اوبو ډک دی زمونږدبڼ لښتی

14.07.2011 محمدحنيف حيران

د هميم جلالزي په زړه پورې غزل

لږ  مې وژلی دی په ډېر نور کې ولاړ يمه زهد زندګۍ په نوم په سره اور کې ولاړ يمه زه  زړه راته وايي چې يو څوک درپسې چيغې وهياورم يې نه ورته د ښار شور کې ولاړ يمه زه  د خپل عادت مجبور چې نن راګوري ما به وينينن مې د دواړو سترګو هر  تور کې و

10.07.2011 محمدحنيف حيران

غزل: محمدحنيف حيران

 د ديدن تنده د نظر په چينې نه ماتيږيدا څنګه جام دی چې په دومره نشې نه ماتيږي  خير په زنګون به دې سر کېږدمه، بانې مه کوهګوره ظالمې! نو بنګړي خو په دې نه ماتيږي قبله دې سورۍ کړي اوآسمان ته دې هم لاره وکړيڅنګه تندی دی چې اوس هم په سجدې نه ماتيږي ستا په ماڼيو کې استوګنه زر خطره

07.07.2011 محمدحنيف حيران

همداده چې دښمن دلته په تنګ دی/ امرالدين سرحد

دې ملک کې دافغان دتورې شرنګ دیهمدا ده چې دښمن دلته په تنګ دیدا شاړي شاړي ځمکي دغه غرونهاغزي يې زخمي کړي دي لاسونهاغزي زمونږ دخاوري هم یوزنګ دیهمداده چې دښمن دلته په تنګ دیروښانه مو تاریخ ددی وطن دیپوه شوی کلی کورکې هرپتمن دیهربوټی دوطن په وینورنګ دیهمدا ده څی دښمن دلته په تنګ دیمیوند به درته ووایه میړانه دافغانانګریزهم صفت نه کاندي دځانکیسه یې اوریدلی چې داجنګ

03.07.2011 محمدحنيف حيران

غزل: محمد حنيف حيران

ته چې له هندارو حيرانۍ پوښتېمانه خو به هم خپله  ځوانۍ پوښتېخپله بې  وسي به  ترينه پټه کړېخامخا که مينه د جينۍ پوښتېټوله شپه مې سر باندې ولاړه وهورځ راغلله، اوس مې له سپوږمۍ پوښتې؟خپله بې رخي نظر کې  ونيسهڅه له مې له مانه زندګۍ پوښتېته دې تار تار زلفې سره ټولې کهبيا مې خير که راز  د پريشانۍ پوښتېزه به پړانګ په غشو باندې ولمهته به هلته سترګې د هو

19.06.2011 محمدحنيف حيران

امرالدین سرحد: مین زړه

راليږونکی : امرالدین سرحد ټليفونشميره: برېښناليکپته: amruddin-sarhad@yandex.com سرليک: مین زړه نېټه: 29.05.2011 20:19 مین زړه می ویل ماتهپه موسکا وګورم تاتهخیال دسترګو می په تاشوخوږی مینی کې بسیا شوسترګی لږشانته رڼي شويستا په مینه کې لږ سری شوي«»«»&laq

19.06.2011 محمدحنيف حيران

تازه غزل: محمدحنيف حيران

د خاموشه هديرې په منځ کې ناست يمزه د خپلې جنازې په منځ کې ناست يمتر مقامې ابراهيم يم رسيدليمست پتنګ يم د ډيوې په منځ کې ناست يمزړه ته راغلې اطمينان خلکو ته ورکړهورته وايه د ښيښې په منځ کې ناست يمدومره ووړ يم چې مې ځان نشم لیدلیلکه ژوند ديوې زرې په منځ کې ناست يمد ماڼيو خلک برند برند راته ګوريزه د خپل زړه دخيمې په منځ کې ناست يمتاته ټيټ شومه، په ځان باندې پوی نشومخپل م

29.05.2011 محمدحنيف حيران

امرالدین سرحد: رڼا

ما ویل که شپه رڼا شيمونږ به ووینو حالونهدتیارو وحشت به لږ شي څه تازه به شي خیالونهدجګړی له تور وحشته بیرته تم شول امیدونهغوټی مړاوي په تیاروکې ګالی شپي دجنګ اورونه زمانه ګرده تاویږيکړی لیدل ویني حالونهتوره شپه به هم رڼا شيکه پې تیر شي څوکلونهموده لږ ده پاتی شويلنډوو اوږده مزلونهمخکې درومی جوړ کاروان مومخکې ډیر دي کړاونه

28.05.2011 محمدحنيف حيران

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more