هغه، يقين ته دګومان غوندې يې
سپوږمۍ! په څه مې د جانان غوندې يې

له پېزوينو دې غمزې ډېرې دي
ظالمه! ته هم د اسمان غوندې يې

څنګه دې دا اختیار له ما واخېستو؟
څنګه له زړه نه مې روان غوندې يې؟

نه نه، سجده خو درته نه کومه
هو، راته ګرانه به د ايمان غوندې يې

لکه اسمان د هرچا مخ دراوړي
چاته ږلۍ، چاته باران غوندې يې

هيڅ يو نصاب او انتخاب دې نشته
مينې! عجب يو امتحان غوندې يې

ستا د ښکلاپه مثل هيڅ شی نشته
جانانه ته ټول د خپل ځان غوندې يې

لمر پرستي دې سترګې وخوړلې
«»کافوره! ته هم د حيران غوندې يې.

(«» کافورګل، چې خلک يې کافر ګل او لمرپرست هم بولي.)