جنګ دې نور ورک شي، سپينه سوله دې له شکه ووځي
خدايه! مرمۍ دې د ټوپک له بل ټوپکه ووځي

زمونږه خاوره خدايه مونږ ته خپله سره او سپين کړې
زمونږ هيواد دې نور د نورو له کومکه ووځي

پر زمکه تنګ انسان د بلې زمکې لټه کې دی
درومي سپوږمۍ ته ،ګوندې هلته ورته زمکه ووځي

مونږ ه چې خپلې هنري قلمي ګوتې لرو
نو سېپارې ته له طاوس ولې بڼه ووځي

زمونږ غرونه دې وي ښکلي په الوت د ګوربت
تر منځ يې ولې د بمونو الوتکه ووځي

دبري بام ته به د ماتې په زينه ورخيږې
زر هله زر شي چې له اور او له څټکه ووځي.
.