کوچیان تیر شول له کابله
تور پیکۍ به وینم کله
کوچۍ پیغلي مخکې تللې
په نری غږ یې ویلې
پښتني خوږي سندرې
لکه سپینې مرغلرې
کډي راغلې له ذابله
تور پیکۍ به وینم کله


کډي باردی په اوښانو
اوږد مزل دی دکوچیانو
درې څلور واړه جونګیان دي
رمه ساتي دری یې سپیان دي
نه ستړیږي له مزله
تور پیکۍ به وینم کله

په صورت پښتنه ښکلې
پت اوننګ ته ملا تړلې
ملالۍ دوي دوطن دي
دوی دښمنې ددښمن دي
ستایو دا مینه ترتلله
تور پیکۍ به وینم کله

دا دغرو ښکلې لمنې
ښکلې بریښي کیږدۍ پلنې
رمې څري شنه شنیلي کښې
دا د منې په ګرمي کښې
کوچۍ راغلي له ګدره
تورپیکۍ به وینم کله