په ډېرې خواشینۍ سره مو خبر ترلاسه کړ چې ، د پښتو ژبې د نومیالي شاعـر، لیکوال اوژورنالیست ښاغلي احسان الله مهجور قدرمن پلار محترم ډګروال بسم الله خان او د پکتيا د اطلاعاتو او کلتور رييس شفا مشفق مور بي بي له دې فاني نړۍ څخه سترګې پټـې کړې . انآلله و انا اليه راجعون .
موږ په داسې حال کې چې له ښاغلي مهجور اوله ښاغلي مشفق  سره په دې لوی غـم کې ځان برابر شریک بولو ،دوی ته له متعال خداي څخه د مغفرت غوښتنه او کورنۍ ته یې د جمیل صبر غواړو. روح دې ښاد وي .
سید فخرالدین هاشمي
د افغانستان دقلم ټولنې مشر
کابل ۹/ ۷ / ۱۳۹۰