يوې جينۍ باندې مين يم
لېونۍ باندې مين يم
د شپېلۍ وهل مې نه ده
په کوچۍ باندې مين يم
که د مينې په مذهب وي
بندګۍ باندې مين يم
کليواله مينه غواړم
په ښارۍ باندې مين يم
زما واړه واړه لاسونه
اوسپوږمۍ باندې مين يم
څه سپرلی سپرلی ځواني ده
ګل غوټۍ باندې مين يم
څه مې داغ داغ زړګی پوښتې
شين خالۍ باندې مين يم
سپينه خوله دې سپينه سوله
آزادۍ باندې مين يم
پېښورۍ راپسې مري خو
کابلۍ باندې مين يم
اسرافيل مې ځکه خوښ دی
چې شپېلۍ باندې مين يم
يم حیران څنګه يې پوی کړم
په کوچنۍ باندې مين يم
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
کابل دهمزنګ، ۱۴-۰۹-۲۰۱۱ ل کال.