تر ژونده زيات دی، انتظار دومره دی
د يو نظر په بيه کار دومره  دی
د مينې پېغلې ته سترګک که وهئ!
روح مو ځانونو کې ايسار دومره دی
په رڼا ورځ يې هم وي ستوري پر سر
هغه د خپل آسمان واکدار دومره دی
نږدې دي سترګې ترينه وغورځيږي
توبه! لېمو کې يې خمار دومره دی
خدازده که نوم مې تر قيامته واخلي
زما پرې هسې اعتبار دومره دی
نه، تر رنجو يې تقدس زيات دی
چاويل چې ستا د پښو غبار دومره دی
زړه رانه وړي او خولګۍ نه راکوي
حيرانه! ګوره خو هوښيار دومره دی.
----------------------
۱۳ سپتمبر۲۰۱۱ل ،کابل، ګوربت تلوزيون