ته زمانه ولې په کاڼو ولې؟
ته شکايت له خپل تقدير ولې کړې؟
په خپل نصيب باندې تل وير ولې کړې؟
ته په دې نه پوهيږې؟
چې زمانه له ما او تا جوړه ده
مونږه په خپل تقدير دنيا جوړه ده
مونږه نصيب خپله جوړ کړی داسې
ځانته موخپله دا سودا جوړه ده
ته زمانه ولې په کاڼو ولې؟
ته شکايت له خپل تقدير ولې کړې؟
په خپل نصيب باندې تل وير ولې کړې؟
داسې دې نه ده خوښه؟
راځه، راځه يوه نوې لوبه وکړو!
چې زمانه خپله ولقه کې واخلو
په خپل تقدير باندې کمند واچوو
ځانته پخپله خپل برخليک وټاکو
او نصيبونه غلامان جوړ کړو
ته نو بيا وروسته  ګوره
چې ټول زمونږ پښو ته ټيټيږي که نه.
ــــــــ ـــــــ ــ ــــــــــ
کابل،  دهمزنګ. ۲۳ تله ۱۳۹۰ ل