د وچو شونډو پيکه رنګ په مانا نه پوهېږي
هېڅوک ما نه درک کوي هېڅوک په ما نه پوهېږي

دوی زندګي ته د رنګونو په نامه ورګوري
دوی لا تر اوسه د ګلاب په موسکا نه پوهېږي

ولې دوه لارې شي يو ځای ولې جلا شي بېرته؟
ولې خپل زړه د چا د زړه په درزا نه پوهېږي؟

ماته معلومه شوه هر څوک وي په بل چا مکمل
خو چې سړی نه شي تر کومه تنها نه پوهېږي

څوک په جذباتو کې دننه ځان موندلای نه شي
څوک عناصرو نه بهر په دنيا نه پوهېږي

چېرته پخوا يو ځلې مړاوې ور کتلي و چا
هميم اوس هم د ژوند په بله ادا نه پوهېږي