ته په پکتيا کې يې ته نه يې خبر
سړه هواکې يې ته نه يې خبر
دلته منګس دي ملاريا راغلې
شوو رنځوران لويه بلا راغلې
ياره لمبه لمبه کېسه مې واوره
په سپين بدن مې دي دانې ختلې
دبرق پکه هم داورتاو غورځوي
بې غمه ياره ته په سرسړې اوبه واړوې
اوزه دې هېره شم چې ځان په پورې غره واړوې
سړې سړې اوبه جانانه دپکتيا ښې دي
له انرژۍ له کاکولا له مرانډا ښې دي
يوکارضرور وکړه چې ځان سره مې هم نه بيایې
په دې سره ټکه کې بې سيوري ګذاره ګرانه ده
زه ستامريده يمه پيره ياره
زما ملنګه زما فقیره یاره
****
زما د زړه بادشا وزيره ياره
خوست کې ګرمي ده ماته کېږده چنارونه
03.08.2011
- محمدحنيف حيران
د وچو شونډو پيکه رنګ په مانا نه پوهېږيهېڅوک ما نه درک کوي هېڅوک په ما نه پوهېږيدوی زندګي ته د رنګونو په نامه ورګوريدوی لا تر اوسه د ګلاب په موسکا نه پوهېږيولې دوه لارې شي يو ځای ولې جلا شي بېرته؟ولې خپل زړه د چا د زړه په درزا نه پوهېږي؟ماته معلومه شوه هر څوک وي په بل چا مکملخو چې سړی نه شي تر کومه تنها نه پوهېږيڅوک په جذباتو کې دننه ځان موندلای نه شيڅوک عنا...
27.08.2011
- محمدحنيف حيران
ګوندې وي چې مې تر پايه پورې مله شېنه د روح په څير چې څو شپې راسره شېله اعمالو دې شيطان هم پناه غواړيد راستۍ ميدان چې راشي پرښته شېله تا پرته مې ژوندون راپورې پېټیته زما له ژونده وخورې مړه خو مه شېله قيامت وروسته مې هم په زړه کې اوسهنه چې ژوند غوندې مې څو ورځې ميلمه شېزه به هم زرې زرې حواس راټول کړمته به هم تر هغې خپل ځان ته ستنه شېاوس مې زړه درته په سرو وينوخړوب...