ګوندې وي چې مې تر پايه پورې مله شې
نه د روح په څير چې څو شپې راسره شې
له اعمالو دې شيطان هم پناه غواړي
د راستۍ ميدان چې راشي پرښته شې
له تا پرته مې ژوندون راپورې پېټی
ته زما له ژونده وخورې مړه خو مه شې
له قيامت وروسته مې هم په زړه کې اوسه
نه چې ژوند غوندې مې څو ورځې ميلمه شې
زه به هم زرې زرې حواس راټول کړم
ته به هم تر هغې خپل ځان ته ستنه شې
اوس مې زړه درته په سرو وينوخړوب دی
اوس دې خدای نه که چې بل زړه کې راشنه شې
د خپل زړه د انتخاب باور مې زيات شي
ته چې څومره زيات پخپل حسن غره شې.
04.08.2011
- محمدحنيف حيران
ته په پکتيا کې يې ته نه يې خبر
سړه هواکې يې ته نه يې خبر
دلته منګس دي ملاريا راغلې...
07.09.2011
- محمدحنيف حيران
لورې قربان دې شم په خير راغلېستا له زيږون نه يو څو ورځې وړاندېما په ديرش ډزي کې مورړۍ تيره کړههغه شيبه مې هوس د خوشالۍ تيره کړهما مې په خپل يو خوب باور درلودهچې خدای يو زوی وي شازاده راکړیما ويل چې زه به شکرانه ورکومخدای ته به سل رکاته نفل کومیو دوه جاغورې به شينکي آسمان تهد خپل خيالي کلاشنکوف تشوم۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰لورې قربان دې شم په خير راغلېزه مسافر ومه چې ته پي...