څه موده مخکې خبر شولم چې زمونږ یو کلیوال د نوي راغلیو طالبانو لخوا بیول شوی وو چې بیا د قوم د مشرانو په مرسته راخوشې شو. نن مې د هغه ښاغلي د تره سره خبرې کولې او د کلي په اړه مې ترې معلومات اخستل نو راته یې اوویل چې په منطقه کې بد حال ده ځکه چې بد امني خپل حد ته رسیدلې او سیمې ته د طالبانو په نوم وزیر راغلي چې موخه یې د قومي مشرانو ترور او د دولتي او غیر دولتي کارمندانو وژل دي.
هغه راته د خپل وراره د سترګو لیدلی حال بیان که چې دې خلکو د وزیرو په ژبه خبرې کولې او هغه څو ورځې چې ورسره وم یوه هم لمونځ نه کاوو...
د کار د بوختیا له امله د خپلو خپلوانو سره مې لیده کاته لږ څه کم شوي دي خو خوشبختانه هغه تیره ورځ مې په یوې ښادي کې له اکثرو سره ولیدل او خبرې اترې مو سره وشوې خوهلته هم لکه د تل په څیر له ځینو سره یې د کلي او قوم په اړه وګړیدم چې زړه بګنونکې قیصې یې راته وکړې.
ویل امنیت نشته، کار نشته، خلک له بیکاري په تنګ راغلي او ددې ډار ده چې داسې نه ځوانان د بې روزګاري له امله د مخالفینو ډلو سره یو ځای نشي. یوه بله د سترګو نه تیره شوې قیصه یې راته بیان کړه ویل یې....
د ماین پاکونې له دفتر سره د قوماندان په حيث کار کوم او هغه تیره ورځ په ساحه کې په کار بوخت وو چې طالبان راغلل او سره راټول یې کړو د خپلو ملا ډوله خبرو نه یې وروسته راته اوویل چې موټرونه مو چا لان پریږدی او تاسې لاسونه پورته کړی. ویل چې جیبونه خو یې سم راته ټک وهل او ۵ موټر یې رانه له داسې ځایه روان کړل چې په ۳ کیلومتري کې د ملی اردو او خارجیانو کمپ پروت وو. قضیه تر ولایته راغلله او قوماندان د امنیې رانه پوښتنې ګرویګنې پیل کړې خو چې کله قوماندان سپین حقیقت ولید نو هغه بیان ېې چې رانه اخستی وو وشکاوه او ویې لیږلو ولایت ته...... اوس دې ته په طمعه یو چې والي صیب راځي او غم به مو اوخوري خو چې کله والي صیب هم زمونږ خبرې واوریدلې نو راته یې اوویل چې که رښتیا ویل غواړی نو هغه داده چې زمونږ له توانه خبره وتلې ده او تاسو خپل غم کوی. چې په پای کې د والي صیب دا خبره ددې باعث شوه چې د مرکزي دفتر په هدایت مو د پکتیا ولایتي دفتر وتاړه او کابل ته راستانه شو.
اوس تاسو فکروکړی چې دولت خو په نشت حساب ده د ماین پاکي کارونه خو نه کیږي او هلته ډلې ډلې خلک د مشرانو دترور لپاره شپې ورځې تیره وي.... سوال داده چې خلک څه وکړي؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟