د شپې له زوره چې د لمر د سکون ساه وتې ده
په خوب ويده دی او که نه، له پښتون ساه وتې ده
مونږه پيريان د سليمان (ع) نه يو چې نه پوهيږو
مونږ ښه خبر يو چې پاچانه پرون ساه وتې ده
څه جنتونو کې روان يم، دا څه حورې غلمان
شکر په خوب کې مې دچا په زنګون ساه وتې ده
شپېلۍ يې ماته او رمه يې تر اوو غرو آوښتې
خدای خبر څنګه پورې غره کې له شپون ساه وتې ده
پاچا په غم د ولس نه دی، ولس هم دغسې
له دې ولسه د پاچا په ګډون ساه وتې ده
چې زه جنت ته نه ځم، څوک به تر ما مخکې ورشي!
خدايه! دنيا کې رانه ستا په لټون ساه وتې ده
ستوری چې پريوزي، تنهايي شي د ليلا راياده
وايم چې نور نو په رښتيا له مجنون ساه وتې ده
ژوند يې هم خپل و او د مرګ پورهم د چا نه و پرې
ملګرو څنګه له حيران په ژوندون ساه وتې ده.
ګوربت تلويزون، کابل – ۱۹ جولايي ۲۰۰۱۱ م کال

14.07.2011
- محمدحنيف حيران
دامو جونګړه دهستی اوژوندون غم به یې ګالو داموکړی تړونپه دی زانګو کې زنګیدلي یومونږپه خوږه مینه کې لوي شوي یومونږدا خوشالی به ړنګه نکړی بیلتون دامو جونګړه دهستی اوژوندون******خاپوړي مونږد ماشومتوپ پکې کړيمونږله خوشالی منډي په خوب کې کړيمونږورته غواړو سوکالي اوبدلوندامو جونګړه دهستی اوژوندون******دامو پټی پاس می آسمان دی ښکلیله اوبو ډک دی زمونږدبڼ لښتی...
25.07.2011
- محمدحنيف حيران
څه موده مخکې خبر شولم چې زمونږ یو کلیوال د نوي راغلیو طالبانو لخوا بیول شوی وو چې بیا د قوم د مشرانو په مرسته راخوشې شو. نن مې د هغه ښاغلي د تره سره خبرې کولې او د کلي په اړه مې ترې معلومات اخستل نو راته یې اوویل چې په منطقه کې بد حال ده ځکه چې بد امني خپل حد ته رسیدلې او سیمې ته د طالبانو په نوم وزیر راغلي چې موخه یې د قومي مشرانو ترور او د دولتي او غیر دولتي کارمندانو وژل دي.هغه راته د خپل وراره د سترګو لیدلی حال بیان که چې دې خلکو د وزیرو په ژبه...