لږ  مې وژلی دی په ډېر نور کې ولاړ يمه زه
د زندګۍ په نوم په سره اور کې ولاړ يمه زه

 
زړه راته وايي چې يو څوک درپسې چيغې وهي
اورم يې نه ورته د ښار شور کې ولاړ يمه زه

 
د خپل عادت مجبور چې نن راګوري ما به ويني
نن مې د دواړو سترګو هر  تور کې ولاړ يمه زه

 

ماته د ځان معرفت ځکه را په برخه نه شو
هر لور ته ناست يمه او هر لور کې ولاړ يمه زه

 
لېونی کېږم چې ددې رابطې سوچ کومه
ته زما زړه کې او د خدای کور کې ولاړ يمه زه