د ديدن تنده د نظر په چينې نه ماتيږي
دا څنګه جام دی چې په دومره نشې نه ماتيږي
خير په زنګون به دې سر کېږدمه، بانې مه کوه
ګوره ظالمې! نو بنګړي خو په دې نه ماتيږي
قبله دې سورۍ کړي اوآسمان ته دې هم لاره وکړي
څنګه تندی دی چې اوس هم په سجدې نه ماتيږي
ستا په ماڼيو کې استوګنه زر خطره لري
زړه ته راځه، د دې کلا دروازې نه ماتيږي
تر ژونده خوږ ماشوم د مرګ د بلا غېږ ته وروړي
څنګه يې ګوتې بند په بند په ماشې نه ماتيږي
د دوی احساس خو بې له دې هم تر فولادو کلک دی
بم په پکتيا غورځي، کابل کې ښيښې نه ماتيږي
زه مې ستا غم ته حيران نه يم، چې مې ملا ماته کړه
زه يم حيران چې دې په زلفو اوږې نه ماتيږي
په سپينه خوله باندې باور، د سپينې خولې اخيستل
دومره ګناه باندې حيرانه توبې نه ماتيږي.