دې ملک کې دافغان دتورې شرنګ دی
همدا ده چې دښمن دلته په تنګ دی
دا شاړي شاړي ځمکي دغه غرونه
اغزي يې زخمي کړي دي لاسونه
اغزي زمونږ دخاوري هم یوزنګ دی
همداده چې دښمن دلته په تنګ دی
روښانه مو تاریخ ددی وطن دی
پوه شوی کلی کورکې هرپتمن دی
هربوټی دوطن په وینورنګ دی
همدا ده څی دښمن دلته په تنګ دی
میوند به درته ووایه میړانه دافغان
انګریزهم صفت نه کاندي دځان
کیسه یې اوریدلی چې داجنګ دی
همدا ده چې دښمن دلته په تنګ دی
راځئ چې وطن وژغوروله جنګه
آباد به یې وساتو کړو به یې ننګه
یووالی مو ویاړنه دوطن دی
19.06.2011
- محمدحنيف حيران
ته چې له هندارو حيرانۍ پوښتېمانه خو به هم خپله ځوانۍ پوښتېخپله بې وسي به ترينه پټه کړېخامخا که مينه د جينۍ پوښتېټوله شپه مې سر باندې ولاړه وهورځ راغلله، اوس مې له سپوږمۍ پوښتې؟خپله بې رخي نظر کې ونيسهڅه له مې له مانه زندګۍ پوښتېته دې تار تار زلفې سره ټولې کهبيا مې خير که راز د پريشانۍ پوښتېزه به پړانګ په غشو باندې ولمهته به هلته سترګې د هو...
07.07.2011
- محمدحنيف حيران
د ديدن تنده د نظر په چينې نه ماتيږيدا څنګه جام دی چې په دومره نشې نه ماتيږي
خير په زنګون به دې سر کېږدمه، بانې مه کوهګوره ظالمې! نو بنګړي خو په دې نه ماتيږي
قبله دې سورۍ کړي اوآسمان ته دې هم لاره وکړيڅنګه تندی دی چې اوس هم په سجدې نه ماتيږي
ستا په ماڼيو کې استوګنه زر خطره...