ته چې له هندارو حيرانۍ پوښتې
مانه خو به هم خپله  ځوانۍ پوښتې
خپله بې  وسي به  ترينه پټه کړې
خامخا که مينه د جينۍ پوښتې
ټوله شپه مې سر باندې ولاړه وه
ورځ راغلله، اوس مې له سپوږمۍ پوښتې؟
خپله بې رخي نظر کې  ونيسه
څه له مې له مانه زندګۍ پوښتې
ته دې تار تار زلفې سره ټولې که
بيا مې خير که راز  د پريشانۍ پوښتې
زه به پړانګ په غشو باندې ولمه
ته به هلته سترګې د هوسۍ پوښتې
اوس مې  له يادونو هم خالي دی زړه
نور مې څه له حال د غريبۍ پوښتې
جار شم، بې وسي دې سترګې وخوړې
ځکه اوس هر چانه بې وسۍ پوښتې
زه د حيرانۍ تر بريده تېر شومه
ته دې رانه حسن په راستۍ پوښتې.

پکتيا، ګرديز۱۸ مۍ ۲۰۱۱ م کال