دا زړه ته درسره که، مانه لاره کې ورکيږي
چې ځان ته څوک ډېر ګوري په هنداره کې ورکيږي
راځه په زړه دې څه دي، چې ښه زړونه سره تش کړو
دا مار که باندې مړ نه کړو، په باره کې ورکيږي
چې اړ نه يم، په ځار او په قربان باندې مې نمانځي
چې اړ شم، نو ياران مې په ايساره کې ورکيږي
دا ستا د خاموشۍ زور له تا وروسته رامعلوم شو
اوس مانه هم تصميم په هره چاره کې ورکيږي.
محمدحنيف حيران، کابل