څوک چې د مور سيوری په سر نه لري
هغوی بينا وي، خو نظر نه لري
ستورو! رڼا به لږ په پور رانکړئ؟
زمونږه خپله زمکه لمر نه لري
زړه رانه يوسي خوايسار يې نه کړي
سترګې يې اوس هسې اثر نه لري
زمونږ ولس عاشورې ډيرې نمانځي
زمونږ ولس بيخي اختر نه لري
ښکليه راځه، راځه دننه راځه
زمونږ د زړونو کلا ور نه لري
بې له يو بله زه او ته نيمګړي
لکه کابل چې پېښور نه لري
له مودو وروسته راستون شوی ځانته
حيران نور بل لور ته سفر نه لري.

20.10.2011
- محمدحنيف حيران
دا زړه ته درسره که، مانه لاره کې ورکيږي چې ځان ته څوک ډېر ګوري په هنداره کې ورکيږي راځه په زړه دې څه دي، چې ښه زړونه سره تش کړو دا مار که باندې مړ نه کړو، په باره کې ورکيږي چې اړ نه يم، په ځار او په قربان باندې مې نمانځي چې اړ شم، نو ياران مې په ايساره کې ورکيږي...
21.11.2011
- محمدحنيف حيران
څلور پېنځه کلونه وړاندې ما د ځينې ملګرو په مشوره وغوښتل، چې د لويې پکتيا( لوګر، پکتيا، خوست او پکتيکا) د شاعرانو ګډه شعري ټولګه يا ادبي تذکره چاپ کړم، هغه وخت مو له ډيرو ملګروڅخه د شعرونو نمونې، لنډ ژوند ليک او عکسونه هم تر لاسه کړي و، چې ما وخت په وخت په خپل بلوګ ( د پکتيا په ډاګ کې) خپرول. دا چې هغه وخت ولې ونه توانيدو، چې هغه ګډه ټولګه چاپ کړو، يو څه مالي او ځينې نورې ستونزې وې، چې ډيری ملګري پرې خفه شوي هم و. بايد يادونه وکړم، چې هغه وخت ما د کتاب د چ...