ما ویل که شپه رڼا شي
مونږ به ووینو حالونه
دتیارو وحشت به لږ شي
څه تازه به شي خیالونه
دجګړی له تور وحشته
بیرته تم شول امیدونه
غوټی مړاوي په تیاروکې
ګالی شپي دجنګ اورونه
زمانه ګرده تاویږي
کړی لیدل ویني حالونه
توره شپه به هم رڼا شي
که پې تیر شي څوکلونه
موده لږ ده پاتی شوي
لنډوو اوږده مزلونه
مخکې درومی جوړ کاروان مو
مخکې ډیر دي کړاونه
رڼي سترګي شوي خیرني
خولا لولي تاریخونه
دواړه لاس یې پاکوي تل
ګرد وهلي ټول مخونه
غوړیدو ته نژدی شوي
تنکی هیلي مړاوي زړونه
پریږدي وسپړی نن پاڼي
جنګ وهلي ارمانونه
16.05.2011
- محمدحنيف حيران
هسې څوک وايي چې دا ښکلي سخاوت نه کويداسې څوک شته چې د دې ښکلو محبت نه کوي؟منافقت کړي څوک رښتيا په رښتيا ويلای نشيګني دا څوک دي چې د حسن تلاوت نه کوي د کلي وځم خو له نرخ درسره نه شم وتایدا به تر څو پورې وي چې څوک دې محبت نه کويد ښار قاضي چې دا ځل دغه فتوی نه کړی جاريچې دغه خلک دې د ظلم بغاوت نه کويدغه سړی دې د خپل ظلم معافي غواړي له خدایزما...
29.05.2011
- محمدحنيف حيران
د خاموشه هديرې په منځ کې ناست يمزه د خپلې جنازې په منځ کې ناست يمتر مقامې ابراهيم يم رسيدليمست پتنګ يم د ډيوې په منځ کې ناست يمزړه ته راغلې اطمينان خلکو ته ورکړهورته وايه د ښيښې په منځ کې ناست يمدومره ووړ يم چې مې ځان نشم لیدلیلکه ژوند ديوې زرې په منځ کې ناست يمد ماڼيو خلک برند برند راته ګوريزه د خپل زړه دخيمې په منځ کې ناست يمتاته ټيټ شومه، په ځان باندې پوی نشومخپل م...