د خاموشه هديرې په منځ کې ناست يم
زه د خپلې جنازې په منځ کې ناست يم
تر مقامې ابراهيم يم رسيدلي
مست پتنګ يم د ډيوې په منځ کې ناست يم
زړه ته راغلې اطمينان خلکو ته ورکړه
ورته وايه د ښيښې په منځ کې ناست يم
دومره ووړ يم چې مې ځان نشم لیدلی
لکه ژوند ديوې زرې په منځ کې ناست يم
د ماڼيو خلک برند برند راته ګوري
زه د خپل زړه دخيمې په منځ کې ناست يم
تاته ټيټ شومه، په ځان باندې پوی نشوم
خپل مولا ته د سجدې په منځ کې ناست يم
خمارونه بې جامونو راته راشي (۱)
څه دمستې ميکدې په منځ کې ناست يم
زړې مور مې ده لمنه راته ويړه
د يوې لويې مدرسې په منځ کې ناست يم
دی مې ولي، زما زړه ورباندې نه شي
حق حيرانه د جګړې په منځ کې ناست يم.
کابل، ده افغانان ــــ ۲۳ مۍ ۲۰۱۱ م کال
(۱)په کابل کې د قاري صاحب عمرخېل جونګړې ته اشاره د ه