هسې څوک وايي چې دا ښکلي سخاوت نه کوي
داسې څوک شته چې د دې ښکلو محبت نه کوي؟
منافقت کړي څوک رښتيا په رښتيا ويلای نشي
ګني دا څوک دي چې د حسن تلاوت نه کوي
      د کلي وځم خو له نرخ درسره نه شم وتای
دا به تر څو پورې وي چې څوک دې محبت نه کوي
د ښار قاضي چې دا ځل دغه فتوی نه کړی جاري
چې دغه خلک  دې د ظلم بغاوت نه کوي
دغه سړی دې د خپل ظلم معافي غواړي له خدای
زما لپاره دې سوالونه د جنت نه کوي
غم دې د ژمي مړه ږلۍ شوه شپه او ورځ وريږي
چې د ديدن فصل دې ولې برکت نه کوي
د حسن ناز يې په خپل ځای عمردراز مروته
په دې يې پوی کړئ چې دعوا دې د قدرت نه کوي.