کاشکې بيا وړوکی شم، مماڼې او ګورګورې وي
مور مې چې للو کړي او په خوله يې څو سندرې وي
شوخ شم شرارت وکړم اوبه جينۍ ته و شيندم
نه وي دا شين سترګي نه په تن کې د چا زغرې وي
نه وي د ځان مرګي غم او نه د تور ټوپک شپيلۍ
بس منطق حاکم وي بې وسلې ټولې لښکرې وي
غاړه کې لېنده، جېب مې له تورو شينوليو ډک
دوه مې کشران وروڼه او دوه خويندې مې سترې وي
زه مې د مورجانې مخکې وتر پيږم وژاړم
ماته نينې وکړه ټول غمونه رانه لرې دي
زه په خيرن لاس ډوډۍ په منډه منډه وخورمه
پټ له کوره و ځم او ملګرو سره غورې دي
ايښې مې نيمزالې که په سترګو دواړه لاسه وي
تېښته وکړم پټ شم، د ګودر ونې ببرې وي
خدای دې هاشمي دغه ارمان کړه په ژوندون پوره
غرونو کې ځنګلونه سړکونه مو ډبرې و ي.
جلال آباد ۱۳۸۹ـ۱۲ـ ۲۳
پژواک دفتر