ځان راته ښکاري بې ايمانه غوندې
وشوې مودې يم بې جانانه غوندې
ياران مې ډېر کړې، خدايه ډېر يې مکړې
دا ځينې ځينې بې وجدانه غوندې
ظالمې نه به راتلې، اوس چې راغلې
نو بېرته ولې يې روانه غوندې؟
د جدايي په مرګ مې ولې وژنې
بل راته وګوره اسانه غوندې
خدای خبر ځان به مې اوس څنګه مومم
ستا له تلو وروسته يم بې ځانه غوندې
ستا خاموشي بلا خبرې لري
ته د ګلونو ترجمانه غوندې
**په تش ديدن باندې رغېږم د يار
مرض مې ګران علاج اسانه غوندې
له خاموشۍ نه يې حيرانه پوی شوم
چې وه پخپلو کړو پښېمانه غوندې.
محمدحنيف حيران