اوس مې دې نوم او ياد سوچه له حافظې وتلي
دا غشي بېرته نه راګرځي له لېندې وتلي
چې نه يې ذهن، نه يې فکر او نه زړه زخمي وي
دلته به څوک داسې سالم وي له جګړې وتلي؟
د مينې کار کې به په دې کيسو سر نه خوږوو
کلی خو خود وايي چې مونږ يو له چتې وتلي
خدايه! پخپل ژوند دې دا ووينم او ودې وايم
شکر وګړي د هيواد مې له تنګسې وتلي
نه يې خدای پاک، نه يې ياري نه دلداري په نصيب
دا ځينې ځينې هم له دې هم له هغې وتلي
**له ځانه تګ مې و اختيار کې، مجبوري وه زما
خو بېرته ځانته ستنېدل مې له اودې وتلي
دا خلک ځکه پرمختګ حيرانه نشي کوای
چې په تېر وخت پسې له خپلې زمانې وتلي.
محمدحنيف حيران، کابل
19.12.2011
- محمدحنيف حيران
لوبه د لفظونو ده خو لوبه هم احساس غواړيمسته شاعري د زړه غورځنګ د زړه بړاس غواړيدا د کربلا مړاوی بلبل په اوبو هم پايينه چې تل به وینې د حسين او د عباس غواړيته چې د خپل فکر په رستم باندې بری ګټېدا درنه د خيال سور لوغړن ګلابي آس غواړييه کاروانه پريږده، د لفظونو کارغان مه ولهپېغله د غزل درنه د شنه طاووس لباس غواړي....
28.12.2011
- محمدحنيف حيران
ځان راته ښکاري بې ايمانه غوندېوشوې مودې يم بې جانانه غوندېياران مې ډېر کړې، خدايه ډېر يې مکړېدا ځينې ځينې بې وجدانه غوندېظالمې نه به راتلې، اوس چې راغلېنو بېرته ولې يې روانه غوندې؟د جدايي په مرګ مې ولې وژنېبل راته وګوره اسانه غوندېخدای خبر ځان به مې اوس څنګه موممستا له تلو وروسته يم بې ځانه غوندېستا خاموشي بلا خبرې لريته د ګلونو ترجمانه غوندې**په تش ديدن باندې رغ...