لوبه د لفظونو ده خو لوبه هم احساس غواړي
مسته شاعري د زړه غورځنګ د زړه بړاس غواړي

دا د کربلا مړاوی بلبل په اوبو هم پايي
نه چې تل به وینې د حسين او د عباس غواړي

ته چې د خپل فکر په رستم باندې بری ګټې
دا درنه د خيال سور لوغړن ګلابي آس غواړي

يه کاروانه پريږده، د لفظونو کارغان مه وله
پېغله د غزل درنه د شنه طاووس لباس غواړي.