محمدحنيف حيران
نوم مې محمدحنيف او تخلص مې حيران د پکتيا ولايت د سېدکرم ولسوالي اوسېدونکی، له منځني طب څخه په پېښور کې فارغ شوی يم، همدارنګه د ادب د مبارکې مدرسې يو کوچنی چڼي هم يم او اووکتابونه مې دوه يې شعري ټولګې، يو د ټپيزو کتاب،درې ژباړې او يو فولکلوريک اثر دې، کښلي دي.
شــــــــعرونـــــــــــــــــه
د زرکې ښکلی غزل
د پکتيا د غرو بلبله وم اوس نه يمزه په زړه ډېره شډله وم اوس نه يمماتوه مې په تېره تبرګي باندېزه پخوا خوږه سنځله وم اوس نه يمد جانان د غاړې هار وم ځنګېدمهڅومره ښکلې مرغلله وم اوس نه يمبې وفا شوې د رقيب څنګ دې اختيار کړوستا د جګې شملې ګله وم اوس نه يمد زرکينو سترګو تور مې ټول اوبه شولپه زيارت کې ډېوه بله وم اوس نه يم.
غزل: اجمل ښکلی
حيران صاحب سلامونه!ستا د غزل په مطلع خپل يو مات ګوډ غزل درلېږم، هيله ده چې خوښ به دې شي.( ساه پکې راشي او ژوندی شي سړیچې شي مين ايله سړی شي سړی )چې د چا ګل زړګي ته لاره وکړيد چا د ګل زړګي زړګی شي سړیچې مينه نه لري او درد نه لريد ژوند د زړه د سر ازغی شي سړیچې د ښايست پر ملک دې راج وکړمهزړه راته وايي چې کرزی شي سړیوتلی شي د محبت له اودېکه له اودې د ژوند و
د اسد دانش په زړه پورې نظم
کلونه وشول او مودې تېرې شوېها د جنګونو ورځې شپې تېرې شوېپه ما د غم ترخې شېبې تېرې شوېپه تا هم بدې حادثې تېرې شوېموده شوه ډېره چې ورک شوي يو مونږتاته به ياد، که به دې هېر يمه زهرښتيا- رښتيا او دروغ يې دروغ جانانهزما د ذهن په ښايسته کتاب کېنوم دې د زرو په اوبو ليکلى
(((د عمر دراز مروت نوی او ښکلی غزل)))
څوچې دا ستا د سورکو شونډو نبات دغسې ويزموږ په ملک کې په بس دغه حالات دغسې وي د سر پناه به راته وایه په کوم ځای کې اخلوچې بهر اوري سورکی اور او جومات دغسې وي له داسې ژوند نه به مرګ سل ځله بهتر وګڼمد پسرلي چې په کې ټول عمر قات دغسې وي
غزل: حميده پکتيانۍ
زه لکه د پرخې پر ګل ژوند کومچا راسره څه کار دی خپل ژوند کومډېر عمر مې بې له تا تېر کړی دیډېر عمر نه وروسته اول ژوند کوموتې د حالاتـــــــو له مېــــــچن يـــــــــمهاوس هم لا د ژرندې پر پل ژوند کومغاړې مې دې دين په دنيا بندې ويبې که ستا له ياده کوم بل ژوند کومښه يم، د پښو ګرد يم، بده نه يمهبس لکه لېمو کې کجل ژوند کومځانته ګوزاره پکتيانۍ نه کيږيځمه له اشنا سره مل ژوند
د ګران او زړه ته راتېر ملګري حنيف حيران په نوم
د ګران او زړه ته راتېر ملګري حنيف حيران په نوم زما په ښکلي خوب واکدارهمهربانه شوخه يارهټول جهان مې درلوګی شهخدای دې مينه مه کړه خواره ته شاعر يې ته مين يېمسافر له خپل وطن يې
غزل: مرجان ،اظهار،
زه ئي له کاره ويستم د ي د کار نه شو اخيرزړه مي په ښکلو پسي درومي په لار نه شو اخيرپه منصوري جزبو ئي نمانځم د هر ښکلي مينهسر په اوږو لرم د ليچو په دار نه شو اخيرد محبت په نوم د زړه کور کي مې اوسي يو څوکدغه مکان له دي ښا غلي اوزګار نه شو اخير وينه مو ګډه ده او مينه مو مثال نه لريد لر او بر په نفر تونو کي شمار نه شواخير د لاري سر دي ديوالو نو راته غوږ نيولي مړوند په ورو ښوروه ګراني
غزل: د وصال بنګش د طرحي غزل پر ليکه/ حيران
(( بيا مې چې د خيال په ګوتو ونيوېخيال ته مې د فال په ګوتو ونيوې ))جوړ يې د هنر په لاس منګی کړلوزړه مې د کولال په ګوتو ونيوېدا سړی شاعر و چې يې خپل کړلېده د خپل کمال په ګوتو ونيوېزه دې د جمال په اور ستي کړمهته مې د جلال په ګوتو ونيوېماته دې ماضي که زېندۍ جوړه کړهته مې هم د ( حال ) په ګوتو ونيوېڅوکه د نګهت جامو کې والوتېبيا مې د شمال په ګوتو ونيوېمينه به حيرانه در
غزل: بلېنډه بدرۍ
راليږونکی :sthoorayد راليږونکي پته :stooray@hotmail.comنيټه : 22-04-2008غزل: بلېنډه بدرۍپه ما ای د ا جل لويه ديواله که ورانيږېزه هسې هم بې څوکه بې وباله که ورانيږې لږ صبر شه يو څه ځواني ېې پاتې له غربتهبيا خير دی د هر لوري مې مجاله که ورانيږې انکار
غزل: سلطان احمدزی
ژوند مې څو سلګۍ خو پاتې ترينه ځمه روانيږمد خپل ذات سره يو كيږم د خپل ځانه جدا كيږمستا د سپين رخسار رڼا وه اوس چې نشته نو زه نه يمد تيارو په تور وجود كې لكه سيورى محوه كيږمپښه نيولى يم پدې چې ستا د سترګو ديدار غواړمد ژوندو له هسكه بامه په كرار كرار كوزيږمعشق دې داسې چارې وكړې له هرڅه نه مې زړه موړ دىنه له ژوند سره جوړيږم ، نه تر تا پورې رسيږمد خندا هيڅ وسيله په زړه كې نه لرم سلطانه
غزل: دوست محمد ځونډى
د درويش دراني د غزل پر ځمکه څراغونه يې کړي مړۀ او بيا يي پريږديغم کړي جوړ په هر کاله او بيا يې پريږديها بې پلاره ماشومان کړي خپلي ميندي په للو للو ويدۀ او بيا يي پريږديخداى دي داسي شپون پيدا کړي چې رمه مولږ کړي تېره تر ليوۀ او بيا يې پريږديپه دي هيله يم ژوندى چې زما په لوريلږ راپورته کړي باڼۀ
غزل:استاد عبدالله صداقت،کونړ اسعداباد ښار
ولې به هر وخت ستا تصویر ته ژړیده جانانهنړۍ ددې اوښکو په راز نه پوهیده جانانهاوتر اوتر به یې کتل د وخت له وېرې ځنېغلې د کلي په کوڅو کې تېرېده جانانهبیا یې د سترګو کټوري له اوښکوډک ښکاریدلستا د راتلو په انتظار وه وېرېده جانانهستورو یو بل نه تپوسونه د سپوږمۍ چې کولسپوږمۍ په وريځ کې پټه تله ترې پټېده جانانهخدای خبر بیا ریبار پیغام کې ورته څه وویلچې تر سکڼي ماښام یې سترګه رپېده جانانه
غزل: محمدحنيف حيران
ګرځي اوتر لار له شپانه ورکه دهترېنه رمه د ژوندانه ورکه دهځم له هندارو غبارونه څنډميوه تلوسه مې له خپل زړه ورکه دهد سر په بيه يې هم سوله نشوهنوره چاره له پښتانه ورکه دهدا سړی چاته په سجده پرېوزي؟ترېنه قبله چې په لمانځه ورکه دهزه چې بې لارې وم نو ده په لار کړماوس خپله لاره له هغه ورکه دهغل او څښتن دواړه يې لټه کې ديلار کې سيکه بېرته له غله ورکه دهحيرانه خدای خبر چ
ښکار: اسد دانش ساپی
زه اوس هيلۍ نه ولمپس له دې ښکار ته نه ځمبس دی مرغۍ نه ولماوس چې اسمان هم وريځ وياوس چې د ښکار ورځې ويزه په بړستن کې پټ شملکه ماشوم دغسېد مور لمن کې پټ شمبره اسمان نه ګورمهسې نه بيا مې پر زړهد مرغو ښکار وګرځيټوپک راواخلم لاړ شمخپلو يارانو سره له اشنايانو سره يو څو هيلۍ وولمښکلې مرغۍ وولمنور دا آزار نه اخلمنه داسې نه کوم نورځکه ه
غزل: استاد اجمل ښکلی
برخمن چې دې له خولې شوم، لېونی شوماوس خاوند د پېمانې شوم، لېونی شومما په مينه کې دي دوه بېلاته کړينه د ځان، نه د هغې شوم، لېونی شومدا منم چې مې له زړه نه وايستلهخو په زړه زرې زرې شوم، لېونی شومته وا پاس سپوږمۍ زما غېږ کې پرته دهته وا خان د شېنکۍ شپې شوم، لېونی شومچې له زړه مې ستا د مينې لاس ختلیيو بې درد د زمانې شوم، لېونی شومچې مې خيال لفظونه ستا ښايست ته ورکړلزه شاع
دښته: محمدحنيف حيران
ته د ژوندون د دښتېګوره او دنګه ونهلرې له نورو ډېروپر خپل قامت راټولهزه هم د ژوند د لارېستړی ستومان مسافراو پر اوګو مې د ګناه پېټیترې لاندې کړوپ کړوپ روانلرې سېلۍ لرې توپان راروانزه يم د ژوند سارا کې حق پک حيرانتاته درځم تاته پناه دروړمهد خپلې ګرانې او زړې ادکېد خولې دعا دروړمهچا راته تانه هم ويلچې زړه مې درنکړمچرې پناه درنه وړمد مور دعا د
د استاد اجمل ښکلي ښکلی غزل
حيران صاحب سلامونه!ستا د غزل په مطلع خپل يو مات ګوډ غزل درلېږم، هيله ده چې خوښ به دې شي.( ساه پکې راشي او ژوندی شي سړیچې شي مين ايله سړی شي سړی )چې د چا ګل زړګي ته لاره وکړيد چا د ګل زړګي زړګی شي سړیچې مينه نه لري او درد نه لريد ژوند د زړه د سر ازغی شي سړیچې د ښايست پر ملک دې راج وکړمهزړه راته وايي چې کرزی شي سړیوتلی شي د محبت له او
غزل: محمدحنيف حيران
څوک چې د مور سيوری په سر نه لريهغـــــــــوی بينا وي خو نـــــــــظر نه لريدې مېکـــــــــده کې سړی وژني هوسساقي يې ورک دی او ساغر نه لريبې له يو بله زه او تــــه نيـــــــمګړي لکــــه کابــــــل چې پېښـــــــور نه لريډيوو د اوښکو ته خپل ژوند تېرويد وطن خلــــــک مې خپل لمر نه لريزړه رانه يوسي خو ايسار يې نه کړيسترګې يې اوس هســـــې اثر نه لريد د
غزل: منظوراحمد زاهد، مسعود
څنګه چه لمر دځمکې سر ونيسي داسي مي زړه ديار نظر ونيسي چابه په اوښکو وي مړې کړې شمعېدچابه مخ پرې پلستر ونيسي دنازخبرې دې په زړه ليکمه خو پيغورونه مې ټټر ونيسيدمکرجنو سترګو خيال دي ساتهزما به روغ بدن پرهر ونيسيدجينکو زړګى له کاڼي جوړ ويچه يو يي مړشي بل دلبر ونيسيکه را نه لاړي ګلي ښه پوهيږمزړه دعوه ګير به مي دا لمر ونيسيزاهد يي هر ځلې دلبر يادويځکه يي هر غزل اثر ونيسي
غزل: جلال امرخېل
ډک له شک او شبهات شه ، جينۍ مړه شې زهر ، زهر دې خيالات شه ، جينۍ مړه شې ناروغي دې خدای ښه مه کړه ، ساه نيولې !د زړه درد دې نور هم زيات شه ، جينۍ مړه شې ننګرهاری غرور مې غورځي له پښو نه هلمندی چارګل دې مات شه ، جينۍ مړه شې په دروغجنه خوله د
غزل: سعدالله فطرت
حيران صيب سلامونه او مينه!ډير مې ياد شوى يې خداى دې وکړي چې راته روغ او خوشال يې((يو ځلې بيا په دې لار راشه ))کتاب نه خبر شوم ډيره مبارکي يې درته وايمخداى دې زموږ له سره مه کموه.خداى دې زر کلن کړه خپل يو شعر مې هم دروليږه .کشر ورور دې سعدالله فطرت(((د اور په خپل ځاى د اوربل په خپل ځاى)))سعدالله فطرتزم
غزل: رحيم هلال
راته ودې کړې ډیوې وړې خــــــبرېتنهايي دي کړې وړې وړې خبــــــرېزه درتول به کړم داوښکومرغلــــــــرېکه په تول دی خرڅوې وړې خــــبرېتوری کم شول چی سندرې کړم ترې جوړېته اوخدای که نه کوې وړي خــــــــــــبرېسندرماري دسپین مخ کتا ب دې خورکړهچی ترې زده کړمه خوږې وړې خبرېځوانیمرګې دځوانۍ چل دې زده کــــــړیداچې کړې کږې وږې وړې خبـــرېتاج ابادبورډ۲۵/۹/۰۹-------------------------------------
غزل: منظوراحمد زاهد، مسعود
ديارديدن راته اخترښکايبي له جانانه کلى غرښکاريليونى عشق مي رسواشوخلکهپخلا اشنامي مرورښکاريظالمي سترګي دي په واک توروههريو نظردي ستمګر ښکاريدرنه راغلي يم چه بل وطن تههر يو نظر مې مسافر ښکاري دهغه تير زاړه اشنا کمبود دىځکه اوس مينه راته شر ښکاريزاهد يي مونځ هم بي له ياده نکړيظال
د سعدالله فطرت ښکلی غزل
وي ملګري مې دا غرونه په دې لارهدواړه ښکارو لکه ورونه په دې لارهڅه اثر خو پکې شته ملګرو ځکهاسويلي شي سره اورونه په دې لارهاوس لوى شوى وه خو ويل يې چې له شګوجوړول به ما کورونه په دې لارهدوي يو بل نه مني لوړ دي د يو بل نهوينې دا د غرو سرونه په دې لارهدا زما د ليونۍ مينې ګواه ديګودرونه،چينارونه په دې لارهزموږ د ښار په څير خو وران نه دي فطرتهشته ښايسته ښايسته ښارونه په دې
ملغلره/ لمر نيازی
ښي ورغوي کې مې اوښکهدى تر څنګ يې ملغلرهکيڼ ورغوي کې مې بنګ ديورسره توره ګورګورهچاودو شونډو کې مې نګوښيد ويرژلي ژوند سندره × × ×اوس دې خوښه ده چې سپين وړېاو که تور زما له لا